هغه څه چې باید هره ورځ مو ورته پام وي

اړینې طبي مشورې

ګازي مشروبات لکه؛ پیپسي، کوکاکولا، ډیو او داسې نور… هډوکي او غاښونه کمزوري کوي، د زړه او پښتورګو مرضونه پیدا کوي، وزن زیاتوي، د شکري ناجوړي پیدا کوي، له زیات استعمال څخه یې ډډه وکړئ.

زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پرېښودل یوه غلطي ده، سمه خبر دا ده چې، زخم صفا او بیا پټۍ شي چې ژر جوړ شي.

د پزې څخه چې کله وینه بهیږي؛ نو سر په عادي حالت کې پرېښودل پکار دي، تر څو وینه په سالمه طریقه خارجه شي.

د ماشوم لپاره د طاقت دوایانې ضرر لري؛ ځکه دغه دوایانې د ماشوم په نبض کې سرعت پیدا کوي او دغه سرعت کله نا کله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب ګرځي.

د درد د کنټرول دوایانې (پېناډول، بروفین) قوت سامعه (د اورېدلو قوت) کمزوری کوي، په خاص ډول په ښځو کې.

ګلپي / ګوبی: د ګلپي / ګوبي خوارک په بدن کې یو ډول کیمیاوي ماده متحرکه کوي (ضرري استروجین) چې د سرطان سبب ګرځي.

شین چای: په شنو چایو کې داسې مواد دي چې، د سرطان مخنیوی کوي.

ماهی، مڼه/سیب، انګور، آلوچه، توت بری، پالک / سبزي، داسې خواراکونه دي چې د دماغ او د یاداښت قوت زیاتوي.

په غوږونو کې ډکي/خاشي وهل اکثراً د انسان د مرګ سبب ګرځي؛ ځکه پدې سره د غوږونو پرده سورۍ کېږي او په دماغو کې التهابات (سوزش) پیدا کېږي.

دا خبره غلطه ده چې، د خوراک په منځ کې  اوبه څښل خېټه/نس غټوي او هضم نه راځي؛ بلکې صحيح خبره دا ده چې، اوبه هیڅ ډول تکلیف نه پیدا کوي.

هره ورځ دېرش ۳۰ دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شکر مرض او هم د وینې د فشار مخینوی کوي او کولیسټرول ختموي.

اوږه او پالک/سبزي: قوت مدافع په بدن کې زیاتوي او د سرطان مخینوی کوي.

د ماشومانو لپاره د ژاولي تېرول، زیاتره وخت د کولمو د بندیدو سبب ګرځي چې د آپرېشن/عملیات څخه بغیر یې بل علاج نه وي، هڅه وکړئ چې ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ.

د خوب په وخت کې چې فعال (چالان) مبایل سر ته نژدې وي نو شل سلنه ۲۰٪ د مغزو د سرطان سبب ګرځي.

د شپې لخوا چې ادرک/شونډ په اوبو کې وه ایشول شي او بیا وڅښل شي نو د کولیسټرول ختموي او ضرر لرونکي غواړي له بدن څخه خارجوي.

سهار په نهاره یو ګلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د کمي ځای نیسي چې د خوب په دوران کې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان ضرري غوړي د بدن څخه لیري کوي.