هغه ۳ کارونه چې د موټر له ټکر کېدو وروسته باید سمدلاسه ترسره شي

خو یو څه شته دی، چې له ټکر کېدو وروسته باید ترسره شې، تر څو پیښه ډېره جدي نه شي.

1- موټر کې شاو خوا خلکو ته وګورئ!

که خدای مه کړه تاسې موټر ټکر کړ او یا هم تاسې په هماغه موټر کې یاست کوم چې ټکر کړی دی. نو که ستاسو حالت ښه وه او د پورته کېدو توان مو درلود، نو له ستر رب څخه مو مننه وکړئ او شکر یې ادا کړئ. خو تاسې نه باید دا ځای پرېږدئ بلکې د شاو خوا وګړو حالت ته هم وګورئ او دا څرګنده کړئ چې کوم بل څوک خو به ډېر جدي ټپي شوي نه وي، که ټپي شوي وي نو ورسره تر خپل توان پورې مرسته وکړئ.

2- سمدلاسه مرسته وغواړئ!

دوهم داسې کار وکړئ که له داسې حادثې سره مخ شوئ، نو سمدواره مرسته وغواړئ او یا هم په بیړې سره امبولانس ته زنګ ووهئ، او ورته د پیښې راپور ورکړئ. که څوک ډېر ټپي وه نو امبولانس ته د ټپیانو تعداد ووایاست او که لږ وه نو ورته ووایاست چې ټپونه یې د ډاډ وړ دي. دلته په افغانستان کې به د امبولانس کره شماره معلومه نه وي خو اړینه ده چې د روغتون څخه د یو چا شمېره باید ولرئ.

3- سمدلاسه د پیښې انځورونه واخلئ!

که تاسو ښه احساس کوئ او روغتیایي حالت مو د ډاډ وړ وه، نو سمدلاسه د موټر حادثې عکسونه واخلئ، او د کیمرې په سترګو کې د موټر او نور زیانمن ځان هم څرګند کړئ. د دې کار ګټه دا ده چې کله تاسو د موټر بیمې لپاره غوښتنه کوئ، نو تاسو به وکولی شئ په اسانۍ سره هرڅه وښایئ، او څیړونکي به د وضعیت جديیت هم درک کړي، چې دا به د یو ښکاره ثبوت په څېر وي.