هغه ۵ کارونه چې د انسان شخصیت وژني

۱- بې پروايي، کله چې يو انسان بې پروا وي، خپل مسولیت د ځان، کور او ټولنې په وړاندې نه ادا کوي، نو په ټولنه او کور کې خپل شخصيت له لاسه ورکوي.

۲- کبر؛ کبرجن کسان د هېچا نه خوښېږي، دا ډول کسان ډېر ژر د ټولنې او کورنۍ څخه لرې کېږي او په هېڅ مسله کې يې څوک شتون نه زغمي.

۳- ټول انځور نه ليدل، مطلب دادئ چې د پېښې يو اړخ ګوري، لکه د يوه ټوټې ټوټې انځور يوازې يوه ټوټه ليدل، دوی د همدې تنګ فکر لرې له لارې تل لنډ پاري کوي او ځان په ټولنه کې بې ځايه کوي.

۴- چاپلوسي، کله چې يو کس تل د نورو خلکو د اميرانو د مالدارانو چاپلوسي کوي نو په ټولنه کې يې کوم عزت او‌ اعتبار نه پاتې کېږي.

۵- هغوی چې بدلون نه کوي، هغه کسان چې تل په يوه مود کې وي، تل يې پخپل فکر پخپل دريځ لاس ټينګ نيولی وي په ټولنه کې د بدلون سره همغږی نکوي شاته پاتې کېږي او هېرېږي.