هیلې مو روانې وساتئ

اسمان، ځمکه او کاینات، موږ د هغه څه په اړه چې فکر یې کوو او د ځان لپاره یې لازم بولو، کش کاږي، دا هم یوازې د سترګو په رپ کې.

دا هر څه په یوه بې ساري ډول ترسره کېږي، داسې چې هېڅ تمه به مو یې نه وي کړې.

ښه خبره دا ده چې موږ له کایناتو سره خپله اړیکه پرې نه کړو او د سیند په څېر یې روانه وساتو . هڅه وکړئ، وغواړئ او امر وکړئ.

کله چې زموږ غوښتنې مثبتې وي، مثبته انرژي مو هم د وینې په څېر په رګونو کې په روانېدو پيل کوي او که کله له کوم کار څخه نا هیلي شو، نو پر مثبته انرژۍ مو وچکالي راځي او ځای یې منفي انرژي نیسي.

اړینه نه ده چې چینه دې تل له اوبو ډکه وي، مهمه دا ده چې روانه وي، هغه که هر څومره کمې اوبه هم وي، خو چې جریان یې قطعه نه شي.

لیکنه: حمیدالله حمیدي