هیڅکله دا شیان په ګوګل کې مه پلټئ!

هسې که وګورو د انټرنیټ نړۍ پرته د ګوګل څخه هیڅ هم نه ده. د آټو موټرونو څخه تر مجازي حقیقي سرلیکونو او سمارټ تماس لینس پورې ګوګل ډیرې پروژې لري، مګر د هغه اصلی پیژند د لټون انجن یانې ګوګل سرچ انجن دی.

او هرڅوک هره ورځ په ګوګل کې یو نه یو څه لټوي، مګر یو څه شیان داسې دي چې په ګوګل لټولو څخه یې باید مخنیوی وشي، ترڅو وروسته درته د پښیمانۍ سبب ونه ګرځي.

— هغه شیان چې وروسته یې تاسو په اعلانونو کې لیدل نه غواړئ

شاید د کوم دلیل لپاره تاسو په ګوګل کې د کوم پیچلي رنځ لپاره د درملنې موندلو هڅه وکړئ او که تاسو داسې څه وکړل، نو تاسو باید د بیلابیلو اعلاناتو لیدو لپاره هم چمتو اوسئ. هرځل چې تاسو کومه ویب پاڼه پرانیزئ، نو ممکن تاسو ته د خپل مطلوب لټون لپاره اعلان ښکاره شي.

— د هر ډول جرم اړوند

داسې څه لټول کیدی شي خورا جدي ونیول شي، لکه که چیرې تاسې په ګوګل کې داسې لټون کوئ چې څنګه کومه وسله جوړیږي؟ او نور… حتی که دا تاسې د ساتیرۍ لپاره هم ترسره کړئ، مګر په مختلفو هیوادونو کې امنیتي ادارې تل دا ډول لټونونه تعقیبوي، او ستاسو د IP پته د دوی ډیټابیس ته تللی شي.

— د خپلې ناروغۍ نښې

لومړی خبره خو دا ده کله چې د طبي مسایلو خبره کیږي، نو د هغو لپاره داسې بې شمیره ویب پاڼې موجودې دي، چیرې چې په دې حوالې سره غوره مواد پکې شتون لري، مګر ستاسو د ناروغۍ نښو لپاره په انټرنیټ کې لټون ممکن تاسو ته زیانمنونکی وي. نو که تاسو طبي ستونزه لرئ نو ډاکټر ګوګل ته رجوع مکوئ بلکه کوم ښه ډاکټر ته لاړشئ.

— د پوستکي ستونزې

که تاسو په مخ باندې کومه دانه یا زخم ولرئ، نو د هغه په اړه ګوګل کې سرچینګ مه کوئ. په داسې کولو سره به تاسو ته دومره ډیر معلومات او عکسونه را ښکاره شي چې تاسو به ډیر وځوروي. هسې خو معمولا دانې وغیره په څو ورځو کې پخپله ښې کیږي. خو په هرصورت که بیا هم ستونزه ډیره وي نو د ډاکټر سره مشوره وکړئ.

— ژباړه

تاسو څو ځلې د انګلیسي څخه پښتو ژباړې لپاره ګوګل ته تللی یاست؟  تاسو باید حتی د دې کولو هڅه ونه کړئ ځکه چې هغه ژباړه چې ګوګل یې ستاسو مخې ته راوړي، هغه شرمناک کیدی شي او ممکن د جملې مانا له خپل مطلب څخه بل څه ته بدله شي.

— کټمل

دا کوچني حشرات کولی شي د شپې مو ښه خوب در خراب کړي، مګر که تاسو یوازې د دې په اړه معلومات ترلاسه کولو هڅه وکړئ یا یې لیدل غواړئ چې دا حشرې څنګه خپریږي، نو داسې مه کوئ ځکه چې د دوی عکسونه به ستاسو خوب والوځوي.

— د سګرټ څښونکي خلکو سږي

مونږ او تاسو څخه ډیری خلک سګرټ څښلو باندې روږدي دي او ممکن ډیری وختونه دوئ د دې عادت زیان رسونکي اغیزو په اړه فکر هم کوي، انټرنیټ د سګرټ څښونکو د ناروغو سږو عکسونو څخه ډک دی، کوم چې کولی شي تاسو ډیر وځوروي.

— داسې یو څه چې تاسو شرموي

خلک په ګوګل کې خورا ډیر لټون کوي ​​په کومه کې چې داسې مواد هم کیدی شي چې ممکن تاسو د نورو په وړاندې وشرموي، له دې ور هاخوا تاسو نه غواړئ هغه اعلانونه وګورئ چې ناڅاپه ستاسو د کمپیوټر په سکرین کې را څرګندیږي، کوم چې ستاسو د شرمونکو لټونونو په پایله کې درته ښکاري.

— حشرات

که تاسو د حشراتو په اړه د کوم څه لپاره پلټنه کوئ، نو د لټون ځانګړي اصطلاحات وکاروئ، که نه نو داسې عکسونه به درته څرګند شي چې د وجود ويښتان به مو نیغ نیغ ودریږي، پداسې حال کې چې رواني روغتیا هم د دې عکسونو او معلوماتو لخوا اغیزمن کیدی شي، نو په بشپړ ډول له داسې لټون څخه ډډه وکړئ.

— محصولات خوندي دي که نه؟

هرڅوک په انټرنیټ کې خپل خپل نظرونه خپروي او ډیری خلک ځانونه د هر هنر ماسټران بولي، نو پداسې حالاتو کې که تاسو غواړئ پوه شئ چې یو مخصوص شی ستاسو د پوستکي، هاضمې یا کوم بل شی لپاره غوره دی یا نه؟ نو بیا تاسو به په ګوګل کې په ځینې فورمونو کې ځواب هو ترلاسه کړئ او په ځینو نورو کې نه… نو ګوګل تاسې په داسې حالاتو کې لا ګنګس کولائ شي، غوره به دا وي چې پدې مسله کې د کوم ماهر ډاکټر سره مشوره وکړئ.