څومره چې نوې ټکنالوژي بازار ته راوځي په هماغه کچه د شخصي معلوماتو د خپرېدو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتېږي، خو واټساپ اوس د ایفون یا IOS لپاره په نوي ورژن یا بڼه کې خوندي اپشن اضافه کړی دی.
لوېدځې رسنۍ لیکي، واټساپ د« 2.19.20» نوې بڼه کې د ایفون یا IOS لپاره په نوي اپلېکېشن کې داسې اپشن زیات کړي چې که موبایل خلاص هم وي، څوک واټساپ ته لاس رسی نهشې پیدا کولای.
دا اپشن د واټساپ اکاونټ سېټنګز په پرایویسي مېنو کې دی چې د ایفون سېسټم کاروونکی خپل واټساپ په خپله څېره او پاسوورډ لاک کولای شي، که څه هم موبایل یا کومه بله اله خلاصه هم وي، خو د واټساپ د خلاصولو پر مهال باید د پاسوورډ یا څېرې له لارې ورته لاس رسی پیدا کړي.
اوسمهال دا وېرژن یوازې په ایفون یا ISO کې کار کوي، خو واټساپ وايي، انډرایډ ورژن به یې هم ډېر زر جوړ کړي.
سرخط ورځپاڼه