ولی په خپلوانوکې واده کول مشکل جوړوي

باید چی له هغه چا سره چه واده کوۍ لمړی مو دخپلې وینې معاینات ترسره کړۍ که دمعایناتو په نتیجه کې دښځينه دوینې ګروپ -rh وې او دنارینه دوینې ګروپ +rh وې نو دداسی اشخاصو واده کول د ماشوم لپاره خطرناکه دي او ددوۍ ماشوم هم باید دجدی څیړنې لاندی ونیول شی که چیری دښځی په نس کی دماشوم دوینی ګروپ دمور دهغی سره یوشان وی یعنی -rh وی نو ماشوم ژوند ته کوم خطر نشته او ښځه کولی شی دمعمول په ډول ولادت وکړی خو که دمور په نس کی دماشوم دوینې ګروپ دپلار دوینې ګروپ سره یوشان وې یعنی+RH وې نو په دې وخت کی دماشوم ژوند په خطر کی دی او باید دجدی مراقبت لاندی ونیول شی که دماشوم وینه +RHګروپ ولرې او دمور یی -rh نو په دی صورت کې دمور دبدن دفاعی سیستم دماشوم دوینې حجرې دحملی لاندی راولي اوماشوم په کمخونی ،زیړي، عصبی تخریب او دزړه خربوالي باندې اخته کیږی

که چیرې داسی اشخاص چه ښځه -rh اونارینه +RH دوینی ګروپونه ولری سره واده وکړی نو سه باید وکړی

دحمل په ۲۸ هفته کولای شی دcoombs test پنوم یو ټیسټ ترسه کړی که چیری دا ټیسټ مثبت وې نو ماشوم ژوند په خطر کی دې او باید مراقبت یی وشی که چیری دا ټیست منفې وی نو دامعنی چه دموردفاعی سیستم د ماشوم په وړاندی انتی باډی لا تراوسه نه ده جوړه کړی او دوینی حجرات یی هم دحملې لاندی نه دی راوستي نو داوخت باید مورته د rogham immune glubolin پنوم پیچکاری ترسره شی ددی پیچارۍ دنده داده چه دمور دفاعی سیستم دفشار لاندی راولې ترڅو دماشوم دوینې حجرات نور تخریب نکړی داپیچکاری
۹۰ فیصده کامیابه وې ځکه نو مخکې له کوژدی باید دوینی معاینات ترسره کړۍ
او دا کار په خپلو خپلوانو کې ډیر وې