ولې ځینې خلک له واده وېره لري

ولې ځینې هلکان او نجونې له واده نه ویره لري؟

۱– ځکه چې د ځینو کسانو نابریالي وادونه یې لیدلي له همدې امله ویره لري.

۲– ځکه چې ډیر خلک خپلې ویرې د ارواپوهې له سلاکار سره نه شریکوي.

۳– ځکه چې په حل لارو د سوچ کولو لپاره پر خپل ځان او وړتیا باور نه لري.

۴– ځکه چې په خپله یې نه شي ټاکلی او د مور او پلار څخه ویره لري.

۵– ځکه چې فکر کوي ښایي د ژوند له راتلونکي ملګري سره به همغږي نه وي.

۶– ځکه چې ډیر ځله زموږ وادونه په پټو سترګو، په زور او پرته له پیژندنې وي.

۷– ځکه چې د ګډ او جنسي ژوند په اړوند ډیره لږه زده کړه او پوهاوی لري.

۸– ځکه چې ځینې په دې هیله وي تر څو خپل خیالي او د خوبونو کس ومومي.

۹– ځکه چې ځینې کسان پوره پالي ( کمال ګرا ) او ځینې بیا وسواسیان وي.

۱۰– ځکه چې ځینې کسان د واده کولو لپاره کوم پلان، هوډ او ځانګړنې نه لري.

۱۱– ځکه چې ځینې کسان په د نه پوهیږي، چې دا د تلپاتې مجردۍ لامل ګرځي.

۱۲– ځکه چې ډیر خلک اقتصادي ستونزې لري او د واده لپاره چمتوالی نه لري.