ولې څوک دخولې بوی خپله نه احساسوي؟

ځیني دا پوښتنه کوي چې کله یې د خولې بوی ځي په خپله ولې نه پرې پوهیږي او شاوخوا کسان یې ښایي احساس کړي، مثلا که چا اوږه خوړلې وي په خپله یې نه احساسوي خو شاوخوا کسان یې ټول حس کوي.

د ستوني، غوږ او پوزې ډاکټران وايي چې د دې علت د پزې او خولې رابطه ده، داسې چې بوی پزه په پیل کې کشوي بیا ورسره عادت کیږي.

ډاکټران داسې مثال ورکوي چې یو څوک که له بهره یوې کوټې ته چې ور او کړکۍ یې تړلي دي او هوا یې دپه شوې ده ننوځي ممکن بل ډول بوی حس کړي خو هغه څوک چې په همدې کوټه کې ناست دی هغه نه پوهیږي ځکه چې پزه یې عادت شوې ده.

د پزې، ستوني او غوږ د ډاکټرانو د نړیوالې ټولنی غړی ډاکټر میشال دیګ وایي، د خولې د بد بوي علتونه ګڼ دي، پکې یو د غاښونه دي چې سم پاک نه شي، بل علت یې د خولې ناروغي ده او یو شمیر خوراکونه لکه اوږه هم دغه ستونزه پیدا کولای شي. همداراز سګریټ او شراب هم د خولې بد بویي زیاتولای شي.

 

کمیاوي تعاملات هم د خولې په بدبویي کې اغیز لرلای شي، داسې چې د ډوډۍ بقایا د غاښونو په منځ کې بکتریا جوړه کړي او د ودې زمینه ورته مساعده کړي.

کاپي: تاند