ولې کله کله ژوند سخت شي؟

ټول پر دې پوه یو چې کله کله ژوند ډېر سخت او له ستونزو ډک شي، خو ولې؟

ځواب یې دومره سخت نه دی؛ موږ انسانان تل بې له کچې په یو ډول د ستونزو په مقابل کې جدي کېږو.

وخاندئ او خوښ و اوسئ؛ په ځانګړي ډول وړې ستونزې په خپل لاس مه درته لویوئ.

په خندا کې یو مهم او اړین درس نغښتی دی. خندا نه یوازې تاسو ته د خوښۍ احساس درکوي، بلکې ژور خپګان او نورې دېته ورته ستونزې هم له منځه وړي. موږ له خپلو شوخو ملګرو سره په اړیکه کې کوي چې دغه کړنې په موږ کې د خوښ اوسېدو سبب ګرځي. لیدلي به مو وي، هغه کسان چې تل غواړي یوازې ژوند وکړي، له ملګرو سره راشه درشه نه لري، ډېر یې له دې ډول ژور خپګان سره مخ وي. هڅه وکړئ چې د ځان په ګډون مو نور ملګري هم له دې ستونزې خلاص کړئ.

خندا کولای شي زموږ د بدن دفاعي سیسټم قوي کړي. د وینې فشار کموي، په وینه کې د اکسجن د زیاتېدو سبب ګرځي، د بدن عضلې مو نرموي او د درد احساس له منځه وړي او په ټوله کې خندا موږ ته دا انرژي راکوي چې له دغو ټولو ښېګڼو سره سره به مو څېره هم ښکلې وي؛ ځکه تريو تندي لرونکي ښکلي کسان هم بدرنګه وي.