ویروس څه ته وايي؟

ويروسونه لس زره ځله له بکتريا څخه کوچني دي. يوازې د الکترون مايکروسکوپ په واسطه د ليدلو وړ دي. ويروسونه هم د بېلابېلو ناروغيو لامل کېږي، د بېلګې په توګه: ساده ناروغۍ لکه: والګې او خطرناکې ناروغۍ؛ لکه: انفلونزا، شری (سرخکان)، دانې (چيچک) ايډز او نور د ويروسونو په واسطه منځته راځي.

ويروسونه حجروي جوړښت نه لري او پوهان يې د ژوند په باره کې شک لري، ځکه چې نه تنفس کوي، نه وده کوي او نه هم تغذيه کوي، يوازې د مثل توليد کوي او خپل ژوند ته ادامه ورکوي. دا عمل هم په داسې صورت کې سرته رسوي چې ژوندۍ حجرې ته داخل شي.

کله چې ويروس يوې حجرې ته ننوزي د هغې د سايتوپلازم ټول داخلي مواد مصرفوي او پرځای يې پخپله تکثر کوي. په پای کې حجره وژني ورڅخه بهر وځي او هر نوی ويروس په نورو حجرو حمله کوي. کله چې د ويروس د تاثير لاندې حجرې تخريبېږي، د ناروغۍ مشخصې علامې راښکاره کېږي؛ مثلا: د والګې يا رېزش د ناروغۍ په وخت کې ويروسونه د کومي او پزې د داخلي غشاء په حجرو حمله کوي او هغه تخريبوي او په پايله کې د ستوني د درد او له پزې څخه د اوبو څڅېدلو لامل کېږي.

ټول ويروسونه زيانمن دي. په نباتاتو او حيواناتو کې د مختلفو ناروغيو لامل کېږي. د والګې ناروغۍ د ډېرې ژر خپرېدونکي ويروسي ناروغيو له جملې څخه ده. کېدای شي چې انسان په کال کې څو ځلې په هغې اخته شي. له پزې څخه د اوبو بهېدل او د پزې بندېدل، د ستوني خارښت، سپکه تبه او ټوخی ددې ناروغۍ نښې دي. په لاندې جدول کې ځينې ناروغۍ وينو چې ويروسي يا بکتريايي منشاء لري.

 

جدول: هغه ناروغۍ چې د بکتريا او ويروسونو په واسطه منځته راځي:

ناروغۍ نښې د ناروغۍ عامل د بدن هغه برخې چې زيان ويني د ناروغۍ نوم
ټوخی، د اشتها کموالی، ډنګرېدل، تبه د سينې درد، بلغمو کې وينه ويروس د وينې سپين کرويات ايډز
د پوستکي ژيړوالی، تبه، کانګې، سرخوږي او دځيګر په برخه کې درد بکتريا سږي ِسل )TB(
د لاړو د غدو پړسېدل او تبه ويروس ځيګر هېپاټايټس )ويروسي ژيړی(
سرخوږی، ملا او غاړې د عضلاتو سختوالی، د غړو فلج ويروس د لاړو غدې )د ژبې لاندې ترشحي غدې( بوغوټ )کله چرک(
سرخوږی، ملا او غاړې د عضلاتو سختوالی، د غړو فلج ويروس عصبي حجرې، مغز او نخاع ګوزڼ )د ماشومانو فلج(
تبه، د ملا په برخه کې درد، ټوخی او بلغم بکتريا، ويروس او أن ځينې محرک غازونه سږي سينه بغل
فلج خو په زيات حالت کې د مړينې لامل کېږي بکتريا ټپ تېتانوس