ویټامین سي

لیکنه: نګین کرګر

لینوس پاولینګ امریکایي ساینس پوه او د سولې او د کیمیا نوبل جایزې ګټونکی چې په شلو غوره ساینس پوهانو کې په نړۍ کې پيژندل شوی دی.

په 1500-1800 کلو کې د ویتامین سي کموالي تقریباً دو میلیونه کسان ووژل. ځکه هغه وخت خلک نه پوهیدل. خلکو چې په بیړیو کې اوږده سفرونه کول نو د میوه او سبزو د کمښت سره به مخامخ و ، په دوی کې مرض راپورته شو چې نن سبا د ویتامین سي د کمښت مرض یا سکاروی مرض بلل کیږې.

په 1747 کال کې ځینو ساینس پوهانو دې مسافر ته وویل چې مالټې او لیمو وخوری . په شلمه پيړۍ کې هنګري کې ساینس پوهانو ماده کشف کړه چې hexuronic acidنومیدهْ،

وروسته امریکایې کیمیا پوهانو ولیدل چې د لیمو په جوس کې وچه شوی ماده د هیکزورونیک اسید سره شباهت لرې.

لینوس پاولینګ او د هغه ټیم چې د سیکل سل کمخونۍ ارثی مرض څیړنې یې کولې وویل چې یواځینی معما په دی مرض کې ویتامین سې ده.

اروین ستون په یو لیک کې پاولینګ ته لیکلي و چې د ورځی دری زره میلی ګرامه ویتامین سي وخوری که غواړی اوږد ژوند وکړی، خو پاولینګ لږ محتاط و او د ورځې یې اتلس سوه ملی ګرامه ویتامین سي اخیستله او دا یې یو ساینسی جنون وګرځیده.

په 1970 کال کې پاولینګ د ویتامین سیي او ریزش په نامه کتاب ولیکه چې امریکایان یې دې ته وهڅول چې ویتامین سي وکاروي.

سبا ویتامین سي د ‌‌‌‌‌‌ډیرو میوه او سبزیجاتو له لارې اخستلئ شئ.

ویتامین سي په اوبو کې منحل ویتامین دی چې په وجود کې ذخیره کیږی نه.

او د انتاکسیدانت وظیفه لري. لیمو په تودو اوبو کې ویتامین سي خاصیت بدلوي بهتره ده چې په یخو اوبو کې وخوړل شې.

کوم حد لري چې هغې نه ویتأمين سي بايد زيات نشي؟

‎د ویتامین سي کمترین لیمت 65-90 mg د ورځی او لوړ لمت یې چې د تابلیت په شکل یې اخیستلی شې

mg 2000

‎, چون دا ویتامین په اوبو کې منحل دی او د ګردو له لارې بیرته د وجود نه وځی یواځې ‌‌‌‌‌‌ډیر مقدار یې اسهال ، د معدې سیځل ، سر درد او بیخوبي سبب ګرځي.

‎کیمیا پوهان وایې هر څه په زیاته اندازه زهر دي حتی اوبه.