يو ځېرک موبايل کې دوه واټس آپ (Dual WhatsApp) استعمال کړئ – اسانه طریقه يې

په رسمي ډول سره د فېسبوک ادارې اړوند واټس آپ کمپنۍ په يو ځېرک موبايل کې د يو واټس آپ آپلېکېشن د کارونې اجازه ورکوي، خو د سمسونګ، آپو، واه وې او نورو شرکتونو په خپلو ځېرک موبايلونو کې دا شونتيا او اسانتيا رامنځ ته کړې ده په يو ګرځنده موبايل کې دوه واټس راښکته/ولری.

طريقه:

که چېرې سمسونګ موبايل کاروئ، نو د موبايل Settings ته لاړ شئ، هلته د Advance features تڼۍ ووهئ او ورپسې Dual Messenger فعال کړئ.

( Settings > Advance features > Dual Messenger)

دا چاره د سمسونګ په وروستيو موبايلونو کې شونې ده. که چېرې په پورته طريقې بريالي نه شوی او دوه واټس اپونو ته اړتيا ولرئ نو بيا داسې هم کولی شئ، چې د Dual App Wizard او يا  DoubleApp آپلېکېشنونو له لارې ځېرک موبايل کې  دوه واټس آپ ولرئ.