ټولنیزې رسنۍ څنګه په خوندی توګه وکاروو

په افغانی ټولنه کې د هرې ورځې په تیریدو په ټولنیزو رسنیو کې د نجونو ونډه زیاتیږی. دا یو ښه خبر دی. افغانې نجونې چې پخوا یې چا غږ نه اوریده اوس کولی شی، د خپل ځان او ټولنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپل لیدلوری تر نورو ورسوی.

خو افغانستان ټولنه لا هم د ښځو د ټولنیز، کلتوری او سیاسی فعالیتونه لپاره هومره خوندی نه ده. نجونې لا هم دلته زیانمنونکې دی او په بیلابیلو بڼو ځورول کیږی. ټولنیزې رسنۍ هم له دې ځورونې پاکې نه دی.

د یوې افغانې نجلۍ په توګه چې ټولنیزې رسنۍ کاروی. نورو نجونو ته څو سپارښتنې لرم، چې په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د خوندی او مناسب فعالیت لپاره ضروری دی.

1- ښه داده چې نجونې د ټولنیزو رسنیو د کارولو پر مهال تر هر څه د مخه خپله د خپل شخصیت، کورنۍ او خپلې ټولنې د درنښت پام وساتی. کله هم چې څه په ټولنیزو رسنیو کې پوسټ کوی، نو باید دا یې ذهن کې وی. له بده مرغه وړه تیروتنه په دې ټولنه کې د یوې نجلۍ په ژوند او راتلونکې منفی اغیزې کولی شی او له ستونزو سره یې مخ کولی شی.

2- که نجونې له تندو او انتقادی لیکنو تر یو وخته ډډه وکړی ښه به وی، ځکه چې افغانان لا تر دې دمه د ټولنیزو رسنیو د کارولو له کلتور سره پوره اشنا نه دی نو زیاتره وخت ترې خبره سپکو سپورو، بدوردو او ناسمو تبصرو ته وځی، چې دا د نجونو روحیه کمزورې کوی. البته دا په دې معنی نه ده چې خپلې خبرې دې نه شریکوی، بلکې په جنجالی مسلو او لانجمنو خلکو سره په بحثونو کې له ښکیلیدو ډه ډه وکړئ. دا چاره په انلاین ټولنیزه نړۍ کې ستاسو له خوندیتوب سره مرسته کولی شی.

3- د سیاسی لیکنو پر ځاى که د ښځو حقوقی ستونزې، بریاوې او د دوى د ژوند د تصویر په اړه په هنری ډول یا یې د خاطرو په شکل لیکنې وکړئ ښه به وی. هم به له ډیرو جنجالونو او بحثونو خوندې وئ، هم به مو نورو نجونو ته کار کړی وی.

4- له چا سره په پوسټونو اوکمینټونو کې ځان مه مواجه کوئ، ځکه یو شمیر افغان نارینه ډیر جعلی او مستعار اکاونټونه لری او هر څه لیکی. تاسو خپله خبره ولیکئ او نور ډیرو تودو بحثونو ته مه ورځئ.

5- نجونې دې هڅه وکړی چې په فیسبوک کې سره وپیژنی او د پیژندنې وروسته د بیلا بیلو سیمو او مسلکونو نجونې کولى شی خپل منځی فیسبوکی ګروپونه جوړ کړی او خپلو کې په جوړ شوی ګروپ کې نظریات، وړاندیزونه او حتى نیوکې سره شریکی کړی. په فیسبوکی ګروپونو کې بیا د ژوند په ټولو اړخونو ازادانه بحثونه کولى شی.

6- یوه سپارښتنه مې رسنیو کارکونکو نجونو ته دا هم ده چې دوى دې ولسی پوهې/فولکور په اړه ډیر څه ولیکی ځکه په دې برخه کې چې نجونې څومره موثر کار کولى شی هلکان یې نه شی کولى.

7- باید چې نجونې په انلاین رسنیو کې (فسیبوک ، ای مو ، واټس اپ ، ….)کې خپل انځورونه نورو ته ونه لیږی ، شاید چې په څو ثانیو کې د هرچا لاس ته ورسیږی. هیڅکله ټولنیزو رسنیو کې هغه عکسونه هیچا ته مه استوئ چې غواړئ نورو سره شریک نه شی. ان که پر یو چا باور هم لرئ، خو د عکس باور پرې مه کوئ.

8- په ټولنیزو رسنیو کې پر نورو بېځایه باور مه کوﺉ ، هغوی ته د خپل ژوند رازونه مه وایئ او خپل پټ معلومات نورو ته مه ورکوﺉ!. ځینې نجونې د نورو په مرسته ځان ته فیسبوک اکاونټونه جوړوی او یا چې کله ستونزه په کې راشی، د خپل ټول اکاونټ معلومات ( پاسورډ او نور…) یو داسې چاته ورکوی چې ظاهرا باور پرې لری. خو د خپل اکاونټ باور پر هیچا مه کوئ، او هیچا ته یې پاسورډ مه ورکوئ. ستاسو په اکاونټ کې ښایی یو داسې معلومات وی چې تاسو یې چا سره شریکول نه غواړئ. نو ښه ده چې اکاونټ مو بند شی، خو په دې برخه کې له چا داسې مرسته مه غواړئ، چې ورته خپل پاسورډ یا نور معلومات ورکړئ.

9- هڅه وکړئ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې له داسې خلکو سره ملګرې شئ چې تاسو یې پیژنئ، د هر چا په ځانګړې توګه د ناڅرګندو او ناپیژانو کسانو د ملګرتیا بلنې مه منئ.

10- د یو ملګرې یا هم یو چا سره د مسجونو وروسته خپل مسجونه ټول ډیلټ کړﺉ او هیڅ وخت یو چاته ناسم مسجونه مه لیږﺉ او مه ناسمو مسجونو ته ځواب ورکوﺉ . یاد لرئ چې ستاسو بې ځایه اعتماد هره کله تاسو له ستونزې سره مخ کولی شی. که یو چا سره مخامخ یوه خبره وکړئ ښایی تیره او هیره شی، خو لیکلی پیغامونه مو ساتل کیږی. نو ښه ده چې د هر پیغام د لیکلو او استولو مخکې دې ټکی ته متوجې اوسئ.

11- منفی افکارو او ناسمو موضوعاتو باندې هیڅ وخت نظر مه ورکوﺉ

12- هغوی چې ستاسې د شخصی ژوند په اړه او همدا شان نامناسب مسجونه درته لیږی تل ورته د ورور په نامه خطاب وکړﺉ که په دې کار اصلاح نه شو نو د ملګرو له لیست یې وباسئ …..

13- یاد لرئ، ټولنیزې رسنۍ، د نجونو لپاره د هغوی د نظریاتو او ټولنیزو فعالیتونو د شریکولو ځای دی. هلکان ډیر کله هڅه کوی، چې دا رسنۍ د نجونو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره وکاروئ، خو نجونې باید دا زمینه برابره نه کړی. انلاین رسنۍ د ژوند د شریک د موندلو لپاره مناسب ځای نه دی.