پر شکرې ناروغۍ د اخته کسانو د پام وړ!

لیکنه: حمیدالله حمیدي

هغه کسان چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، په ورځني ډول باید په خپلو خوړو کې له پنځه کالوري زیاته شکره وانه خلي. دغه راز ډاکتران تل خپلو ناروغانو ته د سپينې ډوډۍ پر ځای، د قهوه‌يي هغې د خوړلو سپارښتنه کوي. هغه کسان چې سپینه ډوډۍ خوري، هېڅ وخت هم د مړښت احساس نه کوي؛ ځکه دغه ډوډۍ په خپل ترکیب کې اړین غذایي مواد نه لري چې د انسان د اړتیا وړ انرژي برابره کړي. فیبر په اوړو کې هغه ضروري ماده ده چې په وینه کې کلېسټرول تنظیموي او له هضمي سيسټم سره په مړښت کې مرسته کوي.

برعکس، سپینه ډوډۍ د هغو غنمو له اوړو څخه پخېږي چې پوستکی ترې لرې شوی وي، که یې ډوډۍ وخوړل شي، د لا لوږې لامل کېږي. سپینه ډوډۍ په وینه کې شکره لوړوي. سپینه ډوډۍ د تصفیه شوو غنمو له اوړو پخېږي، د هضم په اوږدو کې ژر جذبېږي چې دغه څه په وینه کې د شکرې کچه لوړوي او انسولین ټیټوي. سپینه ډوډۍ یوازې د هغو خوراکي توکو سرچینه ده چې د شکرې او زړه ناروغۍ لا پیاوړې کوي او د چاغوالي لامل کېږي. همدا راز په سپینه ډوډۍ کې هېڅ ډول انزایم نشته.