پر فیسبوک د «لایک» خوښوونکو لپاره بد زیری

د فیسبوک هغه کاروونکو لپاره بد زیری راتلونکی دی چې د خپلو پوسټونو له خپرولو وروسته د ډیرو «لایکونو» انتظار باسي.

د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک چارواکي دې پریکړې ته نږدې شوي چې له پوسټ خپرولو وروسته به هیچا ته د خوښونکو «Likes» شمېر نه معلومیږي.

فیسبوک ددغه ستونزې د له منځه تللو لپاره ددغې ځانګړتیا بدلولو پریکړه کړې ده، اوس به کاروونکي پر فیسبوک دا نشي کتلای چې د فلانکي پوسټ څومره لایکونه اخیستي دي، مګر یوازې دا به څرګندیږي چې د فلانکي ملګري سربېره فلانکي هم خوښ کړی دی.

ددغې ځانګړتیا ازمویلو لپاره فیسبوک لومړی ګام د ستمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه په استرالیا هېواد کې پورته کړی دی، دوی به وګوري چې دغه کړنه پر کاروونکو څه ډول اغیز کوي، چې له هغې وروسته به د کامیابۍ په صورت کې دغه ځانګړتیا د نړۍ په نورو برخو کې هم وړاندې کړي.

له دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې ټویټر هم دغه ډول ځانګړتیا وړاندې کړې وه چې له کبله یې د کاروونکو په شمېر کې کمښت راغلی و.

د فیسبوک پوهان وایي چې د لایکونو شمېر معلومولو لپاره به یوه لاره شتون ولري، هغه داسې چې یو کس خپور شوی پوسټ پرانیزي او له هغې وروسته یو یو کس وشمېري تر څو ټول عدد معلوم شي.