پر فېسبوکي پيغامونو مو سوداګري روانه ده

د ټولنیزو رسنیو تر ټولو مخکښه وېبپاڼه فېسبوک د خپل عمر تر ټولو بدې ورځې تجربه کوي او هره ورځ يې په اړه منفي راپورونه خپرېږي.

څه وخت مخکې مو په سرخط کې لوستي و چې په دې وېبپاڼه کې د میلیونونو کسانو اکاونټونه هک شوي او همدا ډول يې پټ مالومات غلا شوي دي.

خو په يوه تازه راپور کې راغلي چې د دې وېبپاڼې د کاروونکو پر پيغامونو هم سوداګري پيل شوې او يوه ډله يې پر بله په خورا ډېرو پيسو پلوري.

راپور زیاتوي، د نږدې یو اتیا زره کسانو دا ډول پیغامونه همدا اوس په انلاین ډول پلورل کېږي. دا کسان تر ډېره په امریکا، بریټانیا، روسیه، اوکراین او برازیل کې اوسېږي.

دې ډلې چې د فېسبوک د کاروونکو پیغامونه پلوري، بي‌‌بي‌سي ته ویلي، د نږدې ۱۲ کروړه اکاونټونو اړوند مالومات خپاره شوي دي او ټول به وپلورل شي.

خو فېسبوک بیا په ځواب کې یوازې دومره ويلي چې د اغېزمنو کسانو لپاره به د اړتيا وړ هڅې وکړي او د دې چارې مخه به ونيسي.

سرخط ورځپاڼه