پر ماشومانو د سګریت د دود اغېز

هر کال تمباکو نږدې ۶ میلیونه کسان وژني. نوې څېړنه ښيي چې د سرطان له ناروغۍ پرته سګرېټ د انسان بدن له دننه ورستوي؛ هډوکي سولوي، ماغزه او سترګې خرابوي او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینه و وړتیا کمزورې کوي.

د سګرېټ له ګڼو نورو زیانونو به هم خبر یاست، دا چې په کور کې سګرېټ څکول او دود یې پر ماشومانو څه اغېز لري، په دې لیکنه کې مو ورته کتنه کړې ده.

ایا پوهېدئ چې د سګرېټ بوی او دود پر ماشومانو څه منفي اغېزې لري؟

نوې څېړنې ثابتوي، سګرېټ چې څومره په مستقیم ډول پر څکوونکي منفي اغېز لري، ګڼ شمېرغیر مستقیمې اغېزې هم لري. ډاکټره زهرا ابراهیمي وایي، دویم لاس دود هغه دود ته ویل کېږي چې له سګرېټ څکووني پرته يې نور خلک تنفس کوي.

نوموړې وایي، دویم لاس دود لږ تر لږه ۲۵۰ ډوله کیمیایي مواد لري چې پنځوس هغه یې د سرطان لامل کېږي.

ډاکټره زهرا همدا راز وایي، د سږو، پزې، سینې او د رحم دانې د هغو سرطانونو له ډلې دي چې د سګرېټ د دویم لاس له دود څخه پیدا کېږي. همدا راز هغه کسان چې د سګرېټ دویم لاس دود تنفس کوي، ۲۰ سلنه یې د سږو پر سرطان او د زړه پر ناروغیو یې اخته کېدو احتمال شته.

د سګرېټ دویم لاس دود کولی شي چې د زړه د سکتې او د جنین د سقت او یا هم د نوي زېږدلي ماشوم د مړينې لامل شي.

زهرا زیاتوي، په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو، د سږو تعفون، ستوني او غوږ ټولو ناروغیو اصلي لامل د سګرېټ دویم لاس دود دی چې تنفس کېږي. نوموړې وایي، په سګرېټو او قیلون کې شته نیکوتین د وینې د لوړ فشار، د زړه د ضربان د تېزېدو او په وینه کې د شکرې د زیاتوالي لامل کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي