پر ماشومانو د سګرېټو د لوګي اغېز

طبي ماهرین وایي، لکه څنګه چې د سګرټ څکول د هغې څکوونکو ته تاوان رسوي د هغې ډېره برخه یې پر کوچنیو ماشومانو بد اغېز لرلای شي.

ماهرین وایي، نوې څېړنې ثابتوي، سګرېټ چې څومره په مستقیم ډول پر څکوونکي منفي اغېز لري، تر دې زیاتې غیر مستقیمې اغېزې هم لري.

دوی وایي، دویم لاس دود هغه دود ته ویل کېږي چې له سګرېټ څکوونې پرته يې نور خلک تنفس کوي.

د دوی په وینا، دویم لاس دود لږ تر لږه ۲۵۰ ډوله کیمیاوي مواد لري چې پنځوس هغه یې د سرطان لامل کېږي.

طبي ماهرین زیاتوي، د سږو، پزې، سینې او د رحم دانې د هغو سرطانونو له ډلې دي چې د سګرېټ د دویم لاس له دود څخه پیدا کېږي.

د پوهانو په باور، په ماشومانو کې د تنفسي ناروغیو، د سږو تعفون، ستوني او غوږ ټولو ناروغیو اصلي لامل د سګرېټ دویم لاس دود دی چې تنفس کېږي.

دغه ماهرین همدا راز زیاتوي، په سګرېټو او قیلون کې شته نیکوتین د وینې د لوړ فشار، د زړه د ضربان د تېزېدو او په وینه کې د شکرې د زیاتوالي لامل کېږي

دا په داسې حال کې ده چې هر کال تمباکو نږدې ۶ میلیونه کسان وژني.

نوې څېړنه ښيي چې د سرطان له ناروغۍ پرته سګرېټ د انسان بدن له د ننه ورستوي؛ هډوکي سولوي، ماغزه او سترګې خرابوي او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینه‌و‌و وړتیا هم کمزورې کوي.

کاپي…