پنځه ⑤ خوږې میوې چې د شکرې ناروغان یې هم خوړلی شې !

دلته هغه میوې وړاندې کوو چې د شکر ناروغ یې په خوړلو له کومو ستونزو سره نه مخ کیږي .

① امرود : امرود کې زیاته کچه فایبر موندل کیږي ، دا په وینه کې شکر زیاتوالي ته نه پریږدي ، امرود د هاضمې سیسټم ښه کولو سربېره یو شمېر نورې روغتیایي ګټې لري .

شفتالو : شفتالو په سلاد کې هم استعمالیږي ، د شکر ناروغ کولای شي شفتالو بې له کومې ستونزې یا د شکر زیاتوالي فکر کولو څخه وخوري .

③ کیوي : کیوي په میوو کې ځانګړی خوند لري ، په دې کې ویټامن ای E او سي C دواړه شتون لري ، کیوي په وینه کې د شکر کچه نه لوړوي .

④ مڼه : هره ورځ سهار په نهاره یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتلو څخه ژغوري ، په شکر ناروغۍ اخته کسان کولای شي مڼه وخوري . په دې کې فایبر موجود دي . همدا ډول د هاضمې سیسټم غوره کولو کې هم مرسته کوي .

⑤ مالټه : مالټې د شکر ناروغ لپاره غوره میوه ښودل شوې ده . په دې کې فایبر ، ویټامن سي C او پوټاشیم زیاته کچه موندل کیږي ، چې د شکر ناروغ لپاره ښه دي.