په انسان کې د حيوان خويونه

لیکنه:  انځورګر انځور

رحمان باباوايي:

په آدم کې د حيوان خويونه هم شته

بياهاله يې آدم بوله چې آدم شي

چې خويونه د چارپايوپکې نه وي

 سړي هوښ په سړي هله مسلم شي.

(خوی) پښتولغت دی چې عربي يې خُلق دی. د خوی پرځای عادت هم کارېږي. خلک (عادت) مجازاً د لارې او سم په معنا هم کاروي. مثلاً: پلانی بې عادته او پلانی په عادت سړی دی. يعنې يو بې لارې ناسم، بل په لاره او سم سړی دی.

      مګر (خوی) داسې نه استعمالېږي چې پلانی بې خويه دی.د دې پرځای داسې وايي: پلانی بدخويه او پلانی نېک خويه دی. مطلب دا چې پلانی نېک عمله او پلانی بدعمله دی. خلک داسې هم وايي چې چرس څکول ښه عمل نه دي. يعنې ښه خوی او عادت نه دی. يا دا چې پلانی د نسوارو عملي (عادتي) دی.

      لکه څنګه چې دغه دواړه لغتونه مترادف دي مګر په ځينو ځايونو کې يو د بل په بشپړه معنا نه شي راتلی يعنې يو د بل ځای ناستی نه شي جوړېدی. همدلته د ژبپوهانو دا خبره ثابتېږي چې هېڅ کلمه د بلې کلمې په بشپړه معنا نه شي استعمالېدی.

     خويونه په انسان کې د مور و پلار لخوا هم راځي اوپه ټولنه کې د اوسېدو له امله هم پيدا کېږي.که په کومه کورنۍکې کوم زلمی د خپل نېکه په څېر  زړور، هوښيار، تکړه وي نوخلک ورته وايي چې نېکه ته ورته دی يا د نېکه رګونه پکې شته. همدا ياد شوي خويونه لکه زړورتيا، هوښياري، باتوري او تکړتوب د پلارپه وسيله په وينه کې له نېکه څخه ورته راغلي وي.

 په يوبل چا کې که داسې خويونه وي چې د دوی د کورنۍ په تاريخ کې هم په چا کې نه وي نو حتمي به يې دا

خويونه له خپلې ټولنې اخيستي وي.

     انسان په ځوانۍکې چې عقل يې خام وي په ټولنه کې د اوسېدو له امله په ځينو بدو خويونو او کارونو عادت او ککړېږي خو د عمر په زياتېدو د عقل په پخېدو سره هغه ټول بدکارونه اوخويونه چې له خرابې ټولنې يې خپل کړي وي له ځانه ورکوي.

 پيغمبر(ص) فرمايي ژباړه: انسانان ټول په فطرت پيدا کېږي مګر د ده مور و پلار دی نصراني او مجوسي کړي.

يعنې مور و پلار يې چې په کومه ټولنه کې په کوم دين اوسېږي اولادونه به يې هم د همهغې ټولنې په دين وي.

 چې اوسې په خوی به د هغوی شې.

     له دې سره سره الله تعالی انسان ته دا توان هم ورکړی دی چې خپل خويونه سم کړي.که يوڅوک هڅه وکړي چې په ځان کې بدلون راولي راوستی يې شي همدلته د انسان اوحيوان ترمنځ څرګند توپير وينو.

     د خوړو خوړل، اوبو څښل، جماع او خوب کول د انسان او ځناورو ترمنځ مشترک خويونه دي ولې په دې مشترکو خويونو کې هم د انسان اوحيوان ترمنځ راڼه توپيرونه شته. مثلاً ځناور چې وږی شي د وښو خوړلو هڅه کوي او په دې نپوهېږي چې واښه د چا دي؟حرام دي که حلال؟ خو انسان داسې نه کوي.هغه دوه بولی چې حلال او حرام نه ګوري او پردي مالونه خوري د څلوربولي سره يې په دې برخه کې توپير نشته. ځکه رحمان بابا وايي: په انسان کې د حيوان خويونه هم شته.

     انسان کولی شي د تندې او لوږې غرايزو پر ضد ودرېږي مثلاً ټوله ورځ روژه ونيسي خو ځناور داسې نه شي کولی.

     په ځينو برخو کې انسان له حيوانه هم بدتر معلومېږي.د جماع په برخه کې چې حيوان کوم ټاکلی وخت لري په همهغه وخت جماع کوي.ما کوم حيوان نه دی لېدلی چې له ټاکلي وخت پرته يې سپرلي کړې وي.له بلې خوا مې له ډېرو انسانانو اورېدلي چې له ميرمن سره يې د حيض يا مياشتني مرض په وخت کې جماع کړي يايې ناروا لار استعمال کړې وي. سره له دې چې په دې وخت کې مېړه له ښځې منع کړی شوی وي.د ناروا لارې خو هېڅ پوښتنه نه پيدا کېږي.چې خويونه د چارپايو پکې نه وي+ سړي هوښ په سړي هله مسلم شي.

     ځناور که خوراکه خوري، اوبه څښي او ژوند کوي خو د دې په بدل کې کوم مکلفيت نه لري ولې انسان ته چې خدای(ج) د خوراک اوڅښاک ترڅنګ بې شمېره نعمتونه عطا کړې بايد ژوند د عقل په غوښتنه وکړي.نه په ټولنه کې د چا په سرومال تېری وکړي نه په کورکې د چا حق وخوري نه د داړونکو ځناورو په څېر څوک وداړي او نه د خپل دين او خاورې پر ضد عمل وکړي.

     يو انسان چې نه فرايض او وجايب پېژني نه ټوليز او فردي حقوق مني او نه خپلې خاورې ته درناوی لري نو د خوراک په خوړلو، د اوبو په څښلو، په خوب او جماع کولو او په ژوندي اوسېدلو کې يې له ځناورو سره څه توپير دی؟ انسان ته بويه چې له حيوان سره په هر عمل کې فرق ولري.

      په آدم کې د حيوان خويونه هم شته+ بيا هاله يې آادم بوله چې آدم شي ــــ چې خويونه د چارپايو پکې نه وي+ سړي هوښ په سړي هله مسلم شي.

 ۲۸/۰۴/۱۳۹۱

  خوست