په بدن کې ۸ نښې چې خطرناکې نه دي

ځینې کسان کله چې په خپل بدن کې غیر عادي نښې او علایم وګوري هیڅ اهمیت نه ورکوي، خو ځینې بیا په ډیرو کمو نښو او ستونزو دومره اندیښمن شي چې لاره ترې ورکه شي، او فکر کوي چې په ډیرو سختو ناروغیو اخته شوي دي، خو داسې نښې شته چې په لیدلو خطرناکې ښکاري مګر هیڅ خطر نه لري. نو موږ دلته تاسو ته د دې نښو څخه (۸) ډوله نښې روښانه کوو.

۱- په پوستکي کې د اضافي غوښې پیدا کېدل

د ځینو کسانو په پوستکي د زخې په شان اضافي غوښه پیدا کیږي چې دغه اضافي غوښه معمولاً په مخ او ورمیږ کې پیدا کیږي، که دغسې زخه لرئ چې نه غټیږي او خپل رنګ هم نه بدلوي، نو د اندیښنې کومه خبره نه شته، خو که دغه زخه ناببره پراخه شوه او یا یې رنګ بدل شو حتماً ډاکټر ته ورشئ.

۲- د سترګو په سپین کې د سرو ټکو پیدا کېدل

کله ناکله د سترګو په سپین کې یو ډول سره ټکي پيدا کیږي چې وړوکي وي او بله هیڅ ډول نښه ورسره نه وي دغه حالت د اندیښنې خبره نه ده کله چې سړی سترګه موښي ، یا د شپې مهال مخ په بالښت موښي، دغه راز ځینې درمل هم دغه ستونزه پيدا کوي په هر حال که بله نښه نه لرئ او د وینې فشار مو لوړ نه وي هیڅ تشویش مه کوئ.

۳- له پوزې وینه راتلل

په اوړي کې ډیر ځله پوزه وینې کیږي، ډیر کسان چې کله وینه وګوري نو وارخطا کیږي، د پوزې وینې کیدل غالباً کومه ستونزه نه پيښوي په پوزه کې ډیر نري د وینې رګونه شته دي چې په آسانه وینې کیدای شي، تودوخه او وچه هوا پر دغو رګونو اغیزه کوي او ممکن رګونه ارت شي او وینه وکړي، خو که دغه وینه ډیره وي او یا تر اونۍ زیاد دوام وکړي نو ډاکټر ته ورشئ.

۴- د لاسونو رېږدېدل

ځینې کسان چې د مثال په توګه د کاچوغې د نیولو، د ګیلاس د نیولو او نورو ورځنیو کارونو په وخت یې لاسونه ریږدي دا هیڅ ستونزه نه ده، خو هغه کسان چې په استراحت کې یې هم لاسونه ریږدي ممکن په پارکینسون ناروغۍ اخته شوي وي، په دغه حالت کې په غږ کې یو ډول لړزه او د سر ریږدیدا هم پیدا کیږي، او کله چې سړی عصبي شي نو ممکن لړزه ورسره زیاته شي، له دې پرته د لاسونو ریږدیدا هیڅ ستونزه نه لري.

۵- د ترق ترق غږونه اورېدل

ځینې کسان به مولیدلي وي چې کله پورته کیږي او یا بل حرکت کوي نو د ترق ترق غږونه یې د لاسونو ، زنګنو ، ملا او ولیو له مفصلونو اوچت شي، ښايي تاسو وډار کړي، خو دا هیڅ کومه ستونزه نه ده یوازې د ګازونو له امله پيدا کیږي، خو که دغه غږونه له التهاب او پړسوب سره وي او یا درد ولري نو ممکن د مفصلونو په التهاب اخته شوي یاست بیا نو ډاکټر ته ورشئ.

۶- د پښو د نوکانو تورېدل

ځینې کسان چې لږه مڼده ووهي د پښو نوکان ېې تور شي، دا ډیر د ناسمو بوټانو له امله وي بله کومه ستونزه نه شته خو که تر نوکانو لاندې مو وینه ټوله شي او ورسره درد هم موجود وي نو بیا ډاکټر ته ورشئ خو په هیڅ ډول خطرناکه ستونزه نه ده، او یا هم سم بوټان واخلئ.

ډاکټران وايی: د مازدیګر پر مهال بوټان واخلئ ځکه چې پښه مازدیګر مهال په خپل وروستي سایز او یا اندازه کې وي او په دې ډول سم بوټان اخیستلای شئ.

۷- د سترګو رپېدل

ځینې کسان د سترګو له رپيدا په عذاب وي دغه حالت د ډیرې قهوې له څښلو وروسته ، زیات کار او کمپیوټرته له ډیرو کتلو وروسته، د کم خوبۍ، سترس او ستړیا له امله وي هیڅ ورته اندیښنه مه کوئ. خو د ځینو کسانو د سترګو عضلې ستونزه لري او یا عینکو ته اړتیا لري هم ممکن د سترګو رپيدا ولري .

 

خو که وروسره نورې نښې لرئ د مثال په توګه د مخ رپيدل او یا سوی کول او یا بې حسه وي نو حتماً ډاکټر ته ورشئ.

۸- په تشو کې د درد احساس

کله ناکله چې منډې وهئ ممکن په تشو متیازو کې د درد احساس وکړئ دا کومه جدي ستونزه نه ده دغه درد د حجاب حاجز« د نس دننه پرده» د سپزم له امله وي او دغه سپزم هغه وخت پیدا کیږي چې په نس کې دغې پردې ته کافي وینه ونه رسیږي.