۱- تاریخ پوهان د قرامطه حکم یادوي ( ۳۱۷هـ ) چې دوی کعبه ړنګه کړه او الحجر الأسو د یې ځان سره یوړو او حج یې ۱۰ کاله تعطیل کړ .
۲- په ۳۵۷ هـ کال کې د ماشري وبا د لاسه په زرګونو حاجیان او اوښان مړه شول .
۳- په ۴۱۹ هـ کال کې د سختې ګرانی د لاسه او د غربت په وجه ډېرو د اهل شرق او مصر خلکو حج ونکړای شو .
۴- په ۴۲۹ هـ کال کې د هغې وخت د پاچاهانو ترمنځ د مشکلاتو په اساس خلکو د ډاره حج ونکړلی شو .
۵- د ۶۵۴ هـ او ۶۵۸ هـ کالونو ترمنځ خلکو د جنګونو په وجه حج ته رسیدګي ونکړه او یواځې د حجاز خلکو حج وکړ .
۶- په ۱۲۱۳ هـ کال کې د فرانسویانو د حملې په وجه ډېر خلک له حج څخه محروم شول ځکه چې لارې خطرناکې وې .
۷- په ۱۲۴۶ هـ کال کې ډېرو حاجیانو د کولارا یا وبا چې له هندوستان څخه نقل شوي وه خپل ژوند د لاسه ورکړ .
۸- سږ کال به هم حج د کورونا ویروس په سبب د نړی ټولو مسلمانانو په مخ بند وي ، یواځې د سعودي محدود خلکو ته به اجازه ورکړل شي .
(صمد افغان)