په تودو اوبو غسل کولو سره وزن کمولی شئ.

څېـړنه

برتانوي پوهانو د وزن او د بدن اضافي غوړ کمولو لپاره داسې اسانه نسخه موندلې چې نه هم کوم سخت تمرین کولو ته اړتیا لري، نه هم ځانګړي خوړو او نه هم سخت پرهیز ته.

د راپورونو پر اساس د برتانیې پوهانو په نویو څیړنو کې موندلې چې په ګرمو اوبو غسل کولو سره کولای شئ له بدن څخه اضافي غوړ له منځه یوسئ او وزن کم کړئ.

د برتانوي خبري اژانس د وینا له مخې، د بدن اضافي غوړ او وزن کمولو لپاره هره ورځ په ګرمو اوبو غسل کول ګټور ثابتیږي، ددې لپاره لږ تر لږه نیم ساعت د ګرمو اوبو په ټپ کې ارامه او خاموشه تیرول دي.

پوهانو د څیړنې ثابتولو لپاره په یو شمېر کسانو ازموینه ترسره کړه، دغه کسان یې په دوه ګروپونو وویشل، یوې ډلې ته هره ورځ د سایکل چلولو او بلې ډلې ته د نیم ساعت لپاره د ګرمو اوبو په ټپ کې تیرولو وینا وشوه.

په پایله کې په حیرانونکي ډول وموندل شوه چې د سایکل چلونکو په پرتله په اوبو کې وخت تیرونکو هره ورځ ۱۴۰ کالوریز استعمال کړي، چې په وزن کمولو کې ګټور ثابتیږي، (بدن کې د کالوریزو زیات استعمال د بدن اضافي غوړ له منځه وړي).

په دې اساس د برتانیا روغتیا پوهان د وزن کمولو لپاره هره ورځ د ګرمو اوبو په ټپ کې تیرول ګټور بولي، همدا ډول د پوهانو په وینا هره ورځ په ګرمو اوبو غسل کولو سره د وینې فشار او شکر په څیر ناروغیو کنترول کیدلای شي او په دې سره خوب هم ارامه او ښه کیږي.