په جنت کې د نکاح، اولاد او حورو په هکله ۸ استفتاوي او فتواوي

۱- سوال: که چیري یوې ښځې ډېر مړونه کړي وي په جنت کې به د کوم یوه سره وي؟

ځواب:

په دې کې دعلماء کرامو دوه قوله دي:

۱ دغه ښځه به د اخیري خاوند سره وي.

۲ دغې ښځې ته به اختیار ورکړل شي چي هر یو ددې خوښ وي له هغه سره به شي.

(فتاوی محمودیه ۱/ ۶۹۱ لیکوال: شیخ الهند حضرت محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه/ خپرونکی: دارالافتاء جامعه فاروقیه کراچی)

 

۲- سوال: هغه نارینه چي و جنت ته ولاړ شي او ودونه یې نه وي کړي و هغو ته به حوري ورکړل شي او هغه ښځې چي نکاح یې نه وي کړې او جنت ته ولاړي شي و هغو ته څه شي ورکول کیږي؟

ځواب:

ښځو ته به الله رب العزت خاوندان ورکړي، هغه به ډېر ښکلي ، انتهایي راحت بخښونکې او داسي به وي چي و بل چاته به نظر هم نه کوي.

(فتاوی محمودیه ۱/ ۶۸۷ لیکوال: شیخ الهند حضرت محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه/ خپرونکی: دارالافتاء جامعه فاروقیه کراچی)

دې ښځو ته خاوندان پیدا کیږي، هغه ښځې چي په دنیا کې یې عقد نه وی کړی کوم کس چي ددوی خوښ وي له هغو سره به یو ځای شي، او که یې خوښ نه شو نو الله جل جلاله به یو نر پیدا کړي د هغه سره به نکاح وکړي.

وفی الغرائب: ولو ماتت قبل ان تتزوج تخیر ایضاً، ان رضیت بآدمی زوجت منه، وان لم ترض فالله یخلق ذکراً من الحور العین فیزوجها منه (مجموعة الفتاوی، باب الجنة ۱/ ۱۰۴ سعید)

(فتاوی احیاء العلوم ۱/ ۳۳۸، جامع الفتاوی ۳/ ۲۴۸، اشرفیه مجلس علم وتحقیق، اداره تالیفات اشرفیه)

 

۳- سوال: که چیري د یوه کس سره خپله مېرمن و جنت ته ولاړه شي ایا حوري به له دغې ښځې څخه ښکلي وي؟

ځواب:

که چیري یوه ښځه د خپل خاوند سره و جنت ته ولاړه شي هغه به د ټولو حورو مشره او سرداره وي، د هغې ښکلا به تر حورو زیاته وي، هغه ښځې چي په دنیا کې یې نکاح نه وي کړې او جنت ته ولاړي شي د هغو عقد به هم ددوی د خوښې مطابق د ښکلو خاوندانو سره وشي.

(جامع الفتاوی ۲/ ۲۸۴، اشرفیه مجلس علم وتحقیق، اداره تالیفات اشرفیه)

۴- سوال: ایا یو جنتي د حورو څخه ماسوا ددې دنیا ډېري ښځې په نکاح کولای شي؟

ځواب:

په جنت کې به هم یو کس څو مېرمنې لري ا و یوه ښځه د یوه څخه زیات مړونه نشي درلودلای، د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل چي په جنت کې به د یوه نر قوت له سلو نارینه وو سره برابر وي، له همدې کبله یې هم د مېرمنو او هم د حورو اندازه زیاته ده.

(کتاب الفتاوی ۱/ ۵۵۳، لیکوال: مولنا خالد سف الله رحمانی صاحب/ زمزم پبلشرز)

۵- سوال: ایا په جنت کې غسل سته؟

ځواب:

په جنت کې د مجامعت پر وخت باندي نه مني خارجیږي او نه هم غسل شته.

فتاوی محمودیه ۱/ ۶۸۹ لیکوال: شیخ الهند حضرت محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه/ خپرونکی: دارالافتاء جامعه فاروقیه کراچی)

یادونه: په جنت کې د ښځو لپاره حیض او نفاس نشته، غټې بولي او وړې بولې نشته، مني او مذی نشته دا نجاست هیڅ شی نشته.

۶- سوال: په جنت کې حوري د جماع لپاره دي دغه غلمان دڅه شي لپاره دي؟

ځواب:

غلمان صرف د خدمت لپاره دي او د جماع لپاره نه دي، ددې ټوله تفصیل په (فتوحات مکیه) کې شتون لري او په دې لړۍ کې ډېر احادیث شته.

فتاوی محمودیه ۱/ ۶۸۷ لیکوال: شیخ الهند حضرت محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه/ خپرونکی: دارالافتاء جامعه فاروقیه کراچی)

۷: ایا په جنت کې اولاد شته؟

ځواب:

که چیري یو څوک د اولاد خواهش ولري هغه ته به ورکړل شي.

فتاوی محمودیه ۱/ ۶۹۰ لیکوال: شیخ الهند حضرت محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه/ خپرونکی: دارالافتاء جامعه فاروقیه کراچی)

یادونه: دغه اولاد به په یوه ساعت کې الله رب العزت ورکړي، دغه حمل او پیدایښت به یو ګړی وخت ونیسي داسي به نه وي لکه په دې دنیا کې، خو هلته انسان د جنت دنعمتونو له کبله ددې شیانو خواهش نه کوي.

یوه کس له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه و پوښتل چي ایا په جنت کې د غنمو کرل شته؟ نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي بلې! که چیري ته یې خواهش وکړې نو دغه غنم کرل، لو او غنم لاسته راوړل به یو ساعت وخت ونیسي.

په جنت کې غنم ، اولاد دا څوک څه کوي؟ دا خو ددې دنیا غوښتنې دي.

۸: سوال: که چیري یو کس په دوږخ کې وي او مېرمن یې وجنت ته ولاړه شي، دغه مېرمن به خاوند له کومه پیدا کړي؟

ځواب:

مسلمان په دوږخ کې دایمي نه وي، چي سزا یې پوره شوه هغه به هم جنت ته راشي او مشکل به حل شي.

فتاوی محمودیه ۱/ ۶۹۴ لیکوال: شیخ الهند حضرت محمود حسن ګنګوهی رحمة الله علیه

کاپي…