په روژې کې صدقه ورکول

روژه له خوارک، څښاک څخه ځان ساتل دي، که د یو پلوه د الله ج د امر پلي کول دي، نو له بل پلوه د هغو بیوزلو او نادارو احساسول دي، چې ټول عمر په وږي نس ویده کیږي. همدا ده چې په روژه کې د صدقې اجر دوه برابره کېږي.

که چا یو روژتي ته افطار ورکړ، ګوندې چې روژه یې نیولي وي، الله تعالی په روژه کې په خپلو بندګانو ډېره لورینه کوي، د دوزخونو دروازې تړي او د جنتونو  پرانېزي، رحمتونه رالېږي او ګناهونه بخښي. نو که چا د الله تعالی پر بندګانو څه ولورول، الله تعالی به یې په هغه ولوروي.

په روژه کې طبعا کمی او زیاتی راځي او صدقه دغه کمی جبرانو.

رسول الله تر ټولو سخي شخصیت و خو په روژه کې به یې سخا څو برابره کېدله.

ابن عباس رضي الله عنهما حدیث روایت کړی وایې:

 كان النبي صلى الله عليه وسلم أجود الناس، وأجود ما يكون في رمضان، حين يلقاه جبريل، وكان جبريل عليه السلام يلقاه في كل ليلة من رمضان فيدارسه القرآن، فلرسول الله صلى الله عليه وسلم أجود بالخير من الريح المرسلة.

نبی کریم صلی الله علیه وسلم تر ټولو سخي شخصیت و، او په رمضان میاشت کې به یې سخاوت نور هم زیات شو، چې جبرایل به ورسره ملاقات وکړ، جبرایل به د رمضان په هره شپه ورته قرآن لوست، رسول الله له شمال نه هم په سخا کې تېز و .

په قرآن کریم کې د صدقي ذکر:

په قرآن کریم کې دصدقي راوړل د هغې په عظمت دلالت کوي الله تعالی فرمایې:

قَوْلٌ مَعْرُوفٌ وَمَغْفِرَةٌ خَيْرٌ مِنْ صَدَقَةٍ يَتْبَعُهَا أَذًى وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَلِيمٌ}  بقرة سورت

غوره وینا له هغې صدقې غوره ده چې ورپسې یې رټل وي.

یعني مونږ او تاسي که وګورو ډېری وخت صدقه ورکوو، خو اخلاص او د نیت پاکي پکې نه وي، دروازې ته مو که کوم ملنګ فقیر ودرېږي، صدقه ورکړو، خو دوه درې خبرې تیری ورته وکړو، یا ترې سپېږمې ورټولې کړو او داسې نور ـ نو که زمونږ د صدقې وسه نه کېږي خوږو او غوره خبرو باندې مو هېڅ کوم مادي مصرف نه راځي باید له هېچا یې ونه سپموو، که د خیر، خیرازئ او دیني لارښوونه وي غوړي به لا غوړ وي