په لاس کې مو دا نښه شته؟

د ښي لاس ورغوي ته مو وګورئ، که مو د ورغوي له ليکو، لکه د انګلېسي M دغسې نښه جوړېده، نو پوه شئ چې تاسې بې جوړې او ناياب انسان ياست.

د قيافې د علم ماهران وايي، دغسې نښه د ډېرو کمو انسانانو په ورغوو کې راځي او د دې ګواهي ورکوي چې د دغه لاس څښتن عادي انسان نه، بلکې يو “الهامي شخصيت” دی.

دوی وايي، دغسې نښه چې څوک لري، د کاروبار او ژوند لپاره بهترين شريک دی او مه ورڅخه تېرېږئ.

په دې سربېره، دغسې کسانو ته دروغ هم مه واياست، ځکه نه يوازې ډېر حساس، بلکې دومره ځيرک دي که کومه خبره ځنې پټه کړئ، يا ورته دروغ وواياست، پوهېږی چې يو څه ځنې پټوئ.

يوه بله عجيبه ځانګړتيا چې د دغسې نښې کسان يې لري، دا ده چې کولای شي په ژوند کې ستر بدلونونه راولي او تر ډېرې اندازې يې خپل ژوند په خپل واک کې وي.
دوی تر هر ډول سختو حالاتو بريالي وځي.

خو د خوند خبره لا دا ده چې که ښځې دغسې نښه ولري، هغوی بيا تر هغو نارينه‌وو هم ډېرې ځيرکې، غښتلې او د باور وړ دي چې دغه نښه لري.

د قيافې د علم ماهران وايي، روايتونه داسې دي چې تقريبان ټولو پيغمبرانو په ورغوو کې دغه نښه درلوده.