په موبایلونو کې د موروپلار بوختېدل، ماشومان زیانمنوي

 

له هر درېوو یوه ماشوم له خپل موروپلاره په موبایل کې د نه لاس وهلو غوښتنه کړې

په ځیرکو موبایلو کې د موروپلار ډېره بوختېدا، د ماشومانو پر روغتیا ناوړه اغېز لري.

دغه نظرپوښتنه د بریتانیا د منځنۍ دورې محصیلینو له لوري تر سره شوې ده

په دغه نظر پوښتنه کې ۲ زره محصلان پوښتل شوي چې له درېیو یې یوه ورته ویلي، اړ شوي موروپلار ته یې ووايي ځیرک موبایل دې نور بند کړه.

۱۴ سلنه محصلانو ویلي، موروپلار یې د ډوډۍ خوړلو پر مهال پخپلو ځيرکو موبایلونو کې بوخت وي.

د یوې بلې نظرپوښتې په پایله کې چې په ۳۰۰۰ والدینو تر سره شوې، کابو ۹۵ سلنو یې ویلي، ډېر ځلي پرې خپلو بچیانو غږ کړی چې موبایل ګول کړه.

یادې دواړه نظر پوښتنې د دوو معتبرو بریتانوي بنسټونو له خوا تر سره شوې دي.

د محصلانو په ډله کې:

  • ۸۲ سلنه باوري دي چې د ډوډۍ خوړلو پر مهال باید ځیرک موبایلونو او نورو کې ګوتې ونه وهل شي.
  • ۲۲ سلنه ویلي، په ځيرکو موبایلونو کې ګوتې وهل د دې سبب ګرځي چې د کورنۍ غړي له یوبل سره له ناستې خوند وانه خلي.
  • ۳۳ سلنو له خپل موروپلار غوښتي چې د ډوډۍ پر وخت مو په موبایل کې مه بوختېږئ.
  • ۳۷ سلنو یې ویلي، په رخصتیو کې له درېیو تر پنځو ساعتونو په انټرنټ کې بوخت وي.
  • ۵ سلنو یې بیا ویلي، د اونۍ په پای کې تر ۱۵ ساعتونو په انټرنټ کې لګیا وي.

د هغو محصلانو له ډلې چې له موروپلاره یې غوښتې موبایل کې ګوتې ونه وهي، ۴۶ سلنه یې وايي، والدین یې په کیسه کې نه دي، خو ۴۴ نورو یې بیا انګېرلې چې پلارومور یې ترې خپه شوي دي.

که څه هم په دویمه نظرپوښتنه کې تر ۴۳ سلنو ډېرو میندو او پلرونو منلې چې په موبایل کې ډېرې ګوتې وهي، خو یوازې لس سلنه یې پوهېږي چې دغه چاره یې د ماشومان د سلامت لپاره ښه نه ده.

شپږ میاشتې وړاندې د یوې نظرپوښتنې په پایله کې په ډاګه شوې وه چې له نیمايي زیات زدکوونکي تر ویده کېدو وړاندې په موبایلونو کې ګوتې وهي.

په نظرپوښتنه کې خبرداری ور کړل شوی و چې دا کار د دې لامل کېږي چې زدکوونکي ټولګیو ته خوبولي لاړ او سم تمرکز ونه شي کړای.

کاپي:بي بي سي