په نعناع (ویلني) مو د دغه ناروغیو مخه ونیسئ!

نوې څيړنې ښي ،چې پودینه  یا نعناع (ویلنی) دویني غوړ یا کولیسټرول کموي او پکې شته مګنیزیم دانسان هډوکي قوي کوي.

څیړنه کاږي ،د نعناع (ویلني) دوامداره استعمال په بدن کې د کولیسټرول اندازه کموي او په نورمال ساتلو کې يي زیاته مرسته کوي.

دڅیړونکو په باور نعناع (ویلني) له دې سربیره دخیټې درد ،زکام ناروغۍ او دویني لوړ فشار په کنټرولو او راکمولو کې د پام وړ مرسته کوي.

ژباړه: مریم بهار