په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ زیاتوالی

د نړۍ روغتیا سازمان د څېړنې برخې په یوه نوۍ څېړنه کې اعلان کړی چې په روان کال کې په ټوله نړۍ کې په سرطان باندې د اخته کسانو شمېر به ۱۸ میلیونو ته ورسېږي او په دغه ناروغۍ باندې څه باندې ۹ میلیون اخته کسان به خپل ژوند د لاسه ورکړي.

ویل کېږي ۲۰۱۲ کال کې ۱۴ اعشاریه یو میلیون کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي وو، اته اعشاریه دوه میلیونه د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي وو او د ناروغۍ ډېرېدو سبب د انسانانو او د دوی د عمرونو ډېروالی دی.

تازه شمېرې ښيي له پنځو نارینه وو یو او له شپږو ښځو یوه به د خپل عمر اوږدو کې یو ځل له دې ناروغۍ سره مخامېږي. دغه راز ویل شوي هغسې چې هېوادونه شتمن کېږي ډېر خلک د بیوزلۍ پر ځای د ژوند تېرولو انداز له کبله پر دغې ناروغۍ اخته کېږي.

دغه شمېرې د سرطان په اړه د څېړنو نړیوال مرکز خپرې کړې، چې ۱۸۵ هېوادونو کې د سرطان ۳۶ ډولونه له نژدې څاري.

څېړونکي وايي هغسې چې د سرطانونو په تړاو د شمېرو یو ځای کول او ثبتول پیل شوي، معلومېږي، چې ناروغي له یوه کاله بل ته ډېره شوې ده.

د وروستیو شمېرو له مخې د سږو، مثانې او ښځینه وو کې د تي سرطان ټولو سرطانونو کې د شمېر له مخې او دغه راز د یو- دریمه برخه مړینې سبب کېږي.

کاپي : باروی خبري سرچینه