د هندواڼې په ترکیب کې 91% اوبه او 7.5% کاربوهایډریټ شامل دي؛ د پروټین او شحمیاتو او انرژې (کالورې) ډیره لږه اندازه لري.
د هندواڼې هر 100 grams یا د یوې پیالې 2/3 برخه په لاندې اندازه مغذي مواد او انرژې لري:
۱- کالورې: 30
۲- اوبه: 91%
۳- پروټین: 0.6 gram
۴- کاربوهایډریټ: 7.6 gram
۵- شوګر: 6.2 gram
۶- فایبر: 0.4 gram
۷- شحمیات: 0.2 gram
هندواڼه لاندې ویټامینونه او منرالونه لري
۱- ویټامین سي: کوم چې د پوستکي د صحت، د زخم د جوړیدو، د اوسپنې د جذب او د معافیتي سیسټم د فعالیت لپاره مهم دی.
۲- پوټاشیم: د بلډ پریشر د کنټرول او د زړه د صحت لپاره ډیر مهم دی.
۳- کاپر (مس): د انزایمونو د فعالیت لپاره د کو انزایم په شکل د بدن په مختلفو کیمیاوي تعاملاتو کې برخه اخلي.
۴- ویټامین B5: کوم چې د شحمیاتو او کاربوهایډریټونو د مصرف لپاره اړین دی او د پوستکي، هضمي سیسټم، کمخونۍ او نورو سیسټمونو د روغ ساتلو لپاره اړین دی.
۵- ویټامین A: د شب کورۍ په مخنیوي او انټي اکسیډانټ ځانګړنو مهم دی.
۶- لايکوپین: انټي اکسیډانټ ځانګړتیا لري
په هندواڼه کې انټي اکسیډانټ مواد اګر که کم دي خو سټرولین پکې په پراخه کچه شتون لري چې په وجود کې په ارجینین بدلیږي او د بدن لپاره مختلفې ګټې لري لکه په لاندې ډول:
۱- په وجود کې د نایتریک اکسایډ جوړیدل تنبه کوي چې نوموړې ماده په خپل وار سره رګونه پراخوي او په مټ يې د وینې فشار کموي.
۲- د زخمونو په جوړیدلو کې مرسته کوي.
۳- د هضمي سیسټم، معافیتي سیسټم، سږو، ځیګر، ګردو او د بې اولادۍ (ريپروډکټیف سیسټم) لپاره ډیر ګټور دی.
په لنډ ډول د هندواڼې ګټې په لاندې ډول دي:
۱- د وینې د فشار کنټرول (Blood pressure control): پورته یې میکانیزم ذکر شویدی
۲- د انسولین د مقاومت کمول: په ځینو څیړنو کې موندل شوي چې ارجینین او د هندواڼې جوس د انسولین مقاومت کموي په داسي حال کې چې د هندواڼې ګلایسمیک انډکس لوړ دی یعني د خوراک څخه وروسته یې شکر ژر لوړیږي خو اوږدمهاله ګټه يې ډیره ده.
۳- د تمرین څخه وروسته د عضلاتو د درد کموالی چې په پایله کې یې شخص کولی شي ډیر تمرین وکړي په ځانګړي ډول هغه خلک چې ډیر تمرین یې نه وي کړی [36] [35].
۴- د التهاب او اکسیډنټ موادو ضد اغیزه (Cucurbitacin E, vitamin C, lycopene): التهاب په زیاتره مزمنو ناروغیو کې لکه الزیمر او نورو کې رول لري
۵- د کینسر په مخنیوي کې ګټه یې د Lycopene او Cucurbitacin E پورې اړه لري چې نوموړې دنده د Insulin like growth factor د کموالي په اساس چې د حجراتو د زیاتوالي لامل کیږي او د کنسر د پیداکیدو سره اړیکه لري سرته رسوي.
۶- د زړه د روغ صحت لپاره ډیره ګټه لري چې نوموړې ګټه یې د ارجنین، لایکپین، پوټاشیم او نورو منرالونو پوري اړه لري چې د وینې فشار کموي، کولسټرول کموي، د رګونو د دیوال پنډوالی او شخوالی کموي
۷- د سترګو د روغتیا لپاره ګټه یې د لایکوپین پورې اړه لري چې د عمر د زیاتیدو سره اړوند د مکیولا د ډیجینیریشن مخنیوی کوي او د ړندیدو مخه نیسي او ویټامین A یې د شب کورۍ مخنیوی کوي.
۸- د پوستکي او ویښتانو روغتیايې ګټه يې د ویټامین A او C، ارجنین او لایکوپین پوري اړه لري.
۹- د هضمي سیسټم روغتیایې ګټه یې د فایبر او نورو موادو پورې چې په هندواڼه کې شتون لري اړه لري.
کاپي…