په روژه کی د وزن کمولو او د بدن څخه د غوړو د خلاصون لپاره غوره لارې شتون لري، ددې لپاره ځينې ځانګړي وختونه په پام کې نيول پکار دي چې يو د روژه ماتي او بل د پيشمني وختونه دي، که په دې وختونو کی مونږ او تاسې ځينې خواړه او څښاک په پام کې ونيسو! نو له يادو ستونزو به خوندي وو او بدن به مو د ارامۍ احساس کوي.
د پيشمني پر وخت د ځينو مشروباتو کارول چې د چاغوالي مخنيوی او په ځانګړي ډول د بدن څخه د غوړو د خلاصون په برخه کې ګټور ثابت شوي.
د ډيټاکس اوبه (Detox Water)
ډيټاکس يا خوندورې اوبه، (کله چې د اوبو د زياتو څښلو په موخه له اوبو سره د تازه ميوو يا ځينو سبزيجاتو خوندونه ګډ شي) دېته ډيټاکس وايي. د مثال په ډول ليمو او يا پودينه او يو شمير نور، چې له اوبو سره ګډ شي او بيا وڅښل شي.
ډيټاکس ډيری ګټې لري، له بدن څخه د زهريله موادو د ختمولو سر بېره بدن کې د غوړ په ختمېدو کې هم مرسته کوي، همداراز بدن کې رطوبت پيدا کوي او خوشکي له منځه وړي.
د تور چاکلیټ شربت
د تورو چاکليټونو/ککو څخه جوړ شوی شربت مو په روژه کې د لوږې کچه ټيټوي، او ددې سربيره د وزن په او د بدن غوړو کمېدو کې خورا زياته مرسته کوي.
د هندوانې جوس
د هندوانې خالص جوس چې په کور کې جوړ کړلی شي او د بورې اچولو څخه ډډه وشي، نو د بدن غوړو ختمولو کې مرسته کوي ددې سربيره يو لړ ويټامينونه له ځانه سره لري.
شين چای
د شنو چايو څښل د يو لړ ګټو څخه برخمن دي، خو ددې سره د بدن څخه د غوړو ختمولو کې خورا زياته مرسته کولی شي، کارپوهان یې په روژه کې د پيشمني پرمهال د زياتو څښلو سپارښتنه کوي.
د اناناس جوس
د اناناس خالص جوس سره چې د فلاسسيډ غوړ ګډ شي او بيا وڅښل شي، نو په دې سره بدن کی راټول شوي غوړ له منځه تللای شي.
د پودينې چای
په پيشنمي کې د پودينې څخه جوړ شوی چای مو د بدن د هاضمې سيستم پياوړی او ګړندی کوي او ددې سربېره مو بدن له غوړوالي څخه پاکوي.
د یادونې وړ ده چی پورته ذکر شوي ټول څښاکونه په روژه کې د وزن په کمېدو او د بدن څخه د غوړ په له منځه تلو کې خورا زياته مرسته کولی شي، نو په روژه کې له دې فرصته ګټه پورته کړئ او ځان مو له دې ستونزې وژغورئ.