په ګرمیو کې د الوبخارا شربت حېرانونکې ګټې!

الو بخارا چې ظاهراً کوچنۍ میوه ښکارې خو دغه کوچنۍ میوه د ذایقې او روغتیايي ګټې انسان حېرانوي، په دغه میوه کې د اوسپنې زیات مقدار، پوټاشیم او بیټاکیروټین شتون انسان ته ډیره ګټه لري.

د وینې سرې حجرې چې هیموګلوبین ورته وايي، ددې کمی انسان د وینې کمښت سره مخ کوي خو د الو بخارې خوراک د وینې هیموګلوبین بیرته ور پوره کوي.

د الو بخارې نیمه پیاله جوس څښل په وینه کې درې ملي ګرامه اوسپنه د بدن ورپوره کوي، نو له دې امله د وینې د کمښت اندیښنه له منځه وړي.

که الو بخارې شربت جوړولو کې د ګلابو اوبه او بورې څخه استفاده وشي نو دا بیا سخت قبض له منځه وړي، د بدن ګرمي ختموي، ددې تر څنګ تنده، زیړی او د سر درد له منځه وړي.

د ستوني درد او کانګو لپاره که یو توله الوبخارا رس ګرم کړو دا داړه ناروغۍ ژر له منځه وړي، که څوک د تشو متیازه بندیدو یا سوزک ستونزه لري نو د الوبخارا جوس څخه د استفاده وکړي.

الو بخارا استعمال د شکرې ناروغانو ته هم ګټه لري، سترګو ته طاقت ورکوي بینايي زیاتوي ددې تر څنګ په پښتورګو او مثانه کې ډبرې له منځه وړي.

کاپي…