په ګوګل میپ کې د موټر چلونکو لپاره نوې اسانتیا

په ګوګل میپ کې د موټر چلولو پر مهال د موټروانانو لپاره ډېري اسانتیاوي شته، مګر اوس نور خصوصیات هم پکي اضافه شوي دي چې خلګو ته به دا ښیي چې پر کوم سړک باید په څومره رفتار سره مزل وکړي.

د ټیکنالوجۍ د ویب پاڼي میش ایبل د یو تازه خبر په وینا اینډرائیډ پولیس ټکی کام ویلي دي چې په ګوګل میپ کې د موټر د رفتار لپاره Speed limit(د تیزوالي محدودیت) او Speed trap( د تیزوالي جال) اسانتیا اضافه شوي دي.

د دې نوي آپشن په مټ به کاروونکو ته پر ګوګل میپ ښودل کیږي چې پر کوم سړک باید په څومره رفتار سره موټر وچلوي او اوس په څومره رفتار کې روان دی.

دا ځانګړیتوبونه به په ګوګل میپ کې چپ لورته وي. Speed limit به د موټر د رفتار له نمبر څخه معلومیږي او Speed trap به د کامرې د نښي په څیر وي.

دغه اسانتیا تر اوسه یوازي په سانس فرانسیسکو کې شته مګر ممکنه ده چې ژر به په نورو هیوادونو کې شته وي.

عزم پاڼه