په یخه هوا کې د زکام مخنیوي پنځه اسانه لارښونې

د یخې هوا له راتلو سره سم یا له ژمي موسم څخه وړاندې زیاتره وګړي په زکام، تبې او ستوني دردونو د اخته کېدو له کبله له اندیښنې سره مخ وي چې زیاتره ددوی په ورځي ژوند او فعالیتونو اغیز کوي.

ددې د مخنیوي لپاره ځینې داسې اسانه لارې شتون لري چې له اندیښنې مو خلاصولی شي:

په منظم ډول لاسونه پریمنځل

د یخې هوا زکام لامل بېلا بېل وایرسونه دي چې د ککړتیا له کبله رامنځته کیږي او له یوه څخه بل ته انتقالیږي، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څيزونو لاس لګول چې په عامه ځایونو کې استعمالیږي.

له همدې کبله پوهان په پرلپسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوي، او زیاتوي چې وګړي دې د وایروس خپریدو پرمهال پوزې او خولې ته ډير لاس نه وړي.

تمرین کول

تمرین یا ورزش کول په ځانګړي ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زکام مخنیوي بې ساري درملنه ده، خو په زکام له اخته کېدو وروسته د تمرین سره احتیاط پکار دی ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لري.

خپګان نه کول

د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتي سیستم کمزوری کیږي، نو ددې لپاره باید ارام اووسئ او استراحت غوره کړئ.

ښه خوب

د بدن حجرو او فعالیتي سیستم روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وایرسونو د حملې کولو پر وړاندې مقاومت کوي، پوهان وایي، ځینې مهال کم خوب هم د زکام رامنځته کېدو لامل کیږي.

اړمند خواړه

د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو کردار شتون لري، ددې لپاره په کار دي چې خپل خوراکي رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافي دي ویټامینونه، معدنیات، میوه، سبزیجات، پروټين، سګريټ نه څکل او ډیرې اوبه څښل دي، پوهان وایي چې د زکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډيرې څښل ګټه لري.

د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتې او سختو ناروغیو لامل شي:

ددغه راپور له مخې پوهان وایي چې د زکام، تبې یا ستوني دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونشي ممکن د جدي پيچلتیا لامل شي، شونې ده وګړي د زړه، نمونیا، غوږونو او سینه بغل له انفیکشن سره مخ شي.

په عام ډول په زکام له اخته کېدو وروسته دا لږ تر لږه له یوې تر دوه اوونیو وخت نیسي، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شي، د زینو ختلو پرمهال وګړي د نفس تنګۍ سره مخ کوي، اواز ټيټیږي او د اوریدلو حس هم کمزوری کوي.

د زکام، ستوني یا ټوخي پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملي ګرامو پورې ویټامن سي حاصل کړئ، د پوهانو په وینا د ویټامن سي څخه برخمن خواړه مالټه، مڼه او خوږ مرچ «شمله مرچ» دي.

دغه راز دوی زیاتوي، که غواړئ له پېله د یخ یا ژمي موسم پېلیدو سره د زکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرلپسې ډول په صابون سره له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.