په یو څاښت ډوډۍ نه خوړلو وزن نه کمېږي

ځانګړی خوراکي رژیم مو د وزن کمېدو لامل کېدای شي. د وزن کمولو لپاره بېلابېلې لارې شته؛ هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي ګټه ترې اخلي. فرق نه کوي چې خواړه مو څومره سپور دي او یا دا چې په زیاته کچه پروټین او یا کاربوهایدریټ لري، خو اصلي هدف دا دی چې تاسو په خپل وجود کې د زیاتې اندازې کالرۍ د مصرف مخه ونیسئ، څو د لوږې احساس ونه کړئ.

ښه دا ده چې ټول هغه څه درسره ولیکئ چې خورئ یې، څو پوه شی چېرته ډېره کالري مصرفوئ او څه ډول کولای شئ په خپل غذایي رژیم کې بدلون راولی.

۲-  واړه بدلونونه چې راوستل یې ستاسو لپاره اسانه دي.

کېدای شي کله مو په ذهن کې در وګرځي چې که د ورځې یو څاښت ډوډۍ کمه کړم کېدای شي اضافي وزن مې کم شي، خو خالي ګېډه په وینه کې د قندو د کمبود سبب ګرځي چې په پایله کې ستاسو اشتها زیاتېږي او دغه څه بیا د دې لامل ګرځي چې په زیاته کچه خواړه وخورئ او په شعوري ډول خپل وزن زیات کړئ.

لیکوال : حمیدالله حمیدي