پیاز، چای او اوبه غاښونه روغ ساتي

هر څوک غواړي، چې زړه وړونکې مسکا ولري. ستاسې ورځني خواړه ستاسې د خولې او غاښونو په روغتیا مستقیم اغیز لري. نو که غواړئ، چې ښکلي غاښونه او زړه وړونکې مسکا ولرئ، د خوړو انتخاب ته پام وکړئ.

دلته د غاښونو متخصصه هندۍ ډاکتره ندیتا بهاتی اووه ۷ داسې خواړه را په ګوته کوي، چې د غاښونو او وریو لپاره ګټور دي.

۱ـ پنیر:

پنیر کلسیم لري. ددې ترڅنګ په پنیر کې فوس فیټ په نوم ماده وجود لري، چې د غاښونو او وریو د سالمې روغتیا لپاره ډیره ګټوره ده. پنیر د غاښونو او وریو په روغ ساتلو کې مرسته کوي.

۲ـ مشروم (ځمکۍ غوښه)

مشروم د انتواکسیدونو په درلودلو سره د خولې چارچاپیر پوستکې کې د کونځو جوړیدو مخه نیسي، چې ورسره د انسان موسکا نوره هم زړه وړونکې کیږي.

ددې سربیره مشروم یا ځمکۍ غوښه د لنتینین په نوم د بکټریا ضد ماده لري، چې په خوله کې بکتریاوي له مینځه وړي او ورۍ او غاښونه سالم ساتي.

۳ـ شین چای:

شین چای ګڼې ګټې لري. په شنو چایو کې کتکین په نوم ماده د بکتریا ضد عمل کوي. په خوله کې شته بکټریاوې د شین چای سره له میځه ځي. غاښونه او ورۍ يې له مصیبته خلاصیږي او روغې پاتې کیږي.

۴ـ مڼه:

د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکتره لرې وساتې. دا خبره بلکل سمه ده؛ خو له دې به نه وئ خبر، چې مڼه د خولې او غاښونو د روغتیا لپاره هم ډیره ګټوره ده. په مڼه کې فایبر او اوبه وجود لري، چې د غاښونو او وریو لپاره ګټورې دي. خو پام مو وي، چې له حده زیاته مڼه مه خورئ، ځکه په مڼه کې شته خواږه به مو غاښونه خراب کړي.

۵ـ پالک

پالک فولیک او ویټامین بي لري، چې ژبه روغه ساتي. که په وجود کې ویټامین بي او اوسپنه کمه شي، ورۍ وینې کیږي او غاښونه خرابیږي.

هڅه وکړئ، چې د غاښونو او وریو د سلامتیا لپاره پاڼه لرونکي سابه ډیر وخورئ.

۶ـ پیاز:

پیاز که د خولې بوې خرابوي، ګټې هم لري. که د پیاز یوه غوټه خوله کې وژول شي، د غاښونو درد کموي. ددې سربیزه پیاز په خوله کې بکتریاوې له مینځه وړي.

۷ـ اوبه

اوبه څښئ؛ ګټه به مو کړي وي. د ورځې له ۸ تر ۱۰ ګیلاسه اوبو پورۍ وڅښئ؛ غاښونه څه ان ټول وجود به مو له ګڼو روغتیايي ستونزو څخه خوندي وي.

اوبه خوله پاکوي، چې ورسره ورۍ او غاښونه خوندي وي. ددې سربیره یو ډول بکتریاوې دي، چې په وچ او خوشک محیط کې ژوند کوي؛ که اوبه وڅښئ، نو له خولې به مو هغه بکټریاوې هم له مینځه وړې وي.

پورته ټول غذاوې ستاسې د غاښونو او وریو د سلامتیا لپاره ګټورې دي؛ خو مه هیروئ، چې خپل غاښونه کم تر کمه دوه ځلې شپه او ورځ کې بورس کړئ.