ځان ځاني فکر

لیکنه: ضـیاء تلاش

ځینې سره له دې په تنه ستر خو اما د فکر، تحمل، تحلیل او د ضمیر کُره یې دومره تنګه او کوچنۍ وي چې ان د پل کیښودو دپاره ځای هم نه وي پکې، د دا ډول طـــبقې د تمرکز ستن تل په شخصې ګټو تاویږې وجدان یې فلج او عقل نه محروم وي، تل د زړه مني او هغه څه غـــواړې/ کوي چې مفاد یې یواځې همدې ته رسیږي، خو حقیقې او له خونده ډک ژوند بیا دادې چې نور ونازو، د نورو انساني غوښتنې مد نظر ونېسو، د نورو په درد دردمند او په خوښیو کې ورسره پریمانه وناڅو.

حدیث مبارک دی(څه چې د ځان لپاره خوښوئ هغه د نورو دپاره هم خوښ کړئ) اما بدبختانه زموږ ټولنه کې تر ډیره له دې حدیث نه باغي وجودونه شتون لري چې تل یې د ځان ځاني او خودخوایې نشته سر کې تاویږي. له دا ډول خلکو خفه شاعر شونډې پرانیزې او داسې وایې تیره وي خو ژوندون ځان د پاره هر څـــوک ژوند هغه دی چې د بل خدمت کې تیر شې.

خدای بخښلی خوشحال خان خټک بابا د ژوند تابلو وړاندې کړې او پکې یې ښودلي چې رښتینې ژوند هغه دی چې د نورو په لاسنیوي او مرسته کې تیر شې.

له ډیرو خولو به مو اوریدلي وي چې وایې هر هغه کار مکوه چې ستا پکې خیر نه وي خو اما دا ورسره نه اصافه کوي چې هر هغه کار مکوه چې ستا او د بل مسلمان پکې خیر نه وي، د دوي د فکر او خیال باران صرف په ځان وریږې نه په ټولنه ، یوه بله عامه اصطلاح چې زموږ ټولنه کې له مودو راهسې اوریدل کیږې او د همدې خبرې په رنګ ډیر رنګ هم دي چې وایې (غم چې له نغرې اغاړي وي بیا یې کیسه کې مه اوسه) ګل پاچا الفت له همدې خبرې رنځ درلود ځکه خو وایې:

داسې بې غمي دې خدای په هیڅ کور کې پیدا نکړي یو کــــور کې چــې غــم وي او بل خاندې له لیلا ســره

د ګل پاچا الفت دعا الله ج قبوله نکړه او هماغسې وشول له څه نه چې الفت صاحب رنځ درلوده، که خپلې سترګې خلاصې کړئ حتمن به هغه خلک وګورې چې یوه ګوله ډوډۍ دپاره انساني غرور هره شیبه ټوټه ټوټه کوي، شونډې یې پاړجنۍ او په مخ یې د مایوسیت یوه لوشت ګرد پروت وي.

دلته له ډیرو د خندا چل هیر شوي مودې وشوي چې خوښیو ترینه ګډې بار کړي. دا خلک د مینې تږې دې، مینه وشیندئ، مینه وکړئ انساني اړیکې وپالئ، بدرګه یې کړئ، د کرکې او نفرت لښکرې په شا وتنبوئ، دا له ژونده ستړې او مظلوم انسانان حق لري چې ژوند وکړي نو ای د ژوند په رنګونو کې ډوب انسانه.

څه به وشې که یوه ورځ مو هوټل کې خواړه ونه خوړل؟ څه به وشې که یوه ورځ مې مېله ونکړه؟ راځئ د دوي په سر عاطفې لاسونه ور کیږدو، تر څو دوي هم د ژوند حقیقې رنګونو ننداره وکړې.