ځوانکې/ ځوانې دانې!  یا Acne vulgaris.

ځوانکې، چې د (acne vulgaris) پۀ نوم هم یادېږي د پوستکي اوږد مهاله ناروغي ده او هغه وخت رامنځته کېږي چې د وېښتانو فولیکولونه (hair follicles) د پوستکي د غواړو او یا هم د پوستکي د مړو حجرو لخوا مسدود یا بلاک شوي وي.

ځانګړنه یې د تور سر یا سپین سر لرونکې دانې او غوړ پوستکی دی مګر ځینې وخت ټپ هم پکې رامنځته کېدای شي. پۀ بنسټیزه توګه په پوستکي کې، د سینې په پاسنۍ برخه کې، په مخ او په ملا کې د غواړو مرغېړي تولیدېږي. هر کله چې ناروغ په خپل پوستکي ځوانکۍ وګوري نو د لوړې کچې اندېښنه، خپل ځان ته کم احترام، ډېپرېشن او حتی د خودکشۍ کولو فکرونه پکې پیدا کېږي.

 

تقریبا ۸۰ % د ځوانۍ د دانو لامل/سبب جنټیکي ګڼل شوی. تر اوسه مالومه نۀ ده چې د خواړو رژیم، لمر ته د پوستکي څرګندتیا، د سګرېټو څکول او د نظافت پاملرنه نه کول د ځوانکو د پیدا کېدو لامل ګرځي او که نه. د بلوغ په لومړیو کې په دواړو نر او ښځه کې د ځوانې دانې د هورمون کچه کې لوړوالی رامنځته کوي لکه د (testosterone) جنسي هورمون. په پوستکي باندې د (Propionibacterium acnes) باکتریا پیدا کېدو لامل ګرځي.

درملنه یې: ……………………….

 

د درملنې لپاره یې زیاتې طریقې موجودې دي لکه د ژوند کولو په طریقه کې بدلون، درمل او نور طبي بهیرونه. لکه د بورې په څېر ساده کاربوهایډرېټ خواړل ممکن ګټه وکړي. د پوستکي پر مخ کارېدونکي یې (azelaic acid, benzoyl peroxide, and salicylic acid) دي. له دې پرته انټي بیوتیک او ریټینوایډ (retinoids) هم شته چې په پوستکي کارېږي او یا د خولې له لارې خوړل کېږي. خو انتي بیوتیک کارونه ممکن له انتي بیوتیک سره د مکروب مقاومت زیات کړي. په ښځو کې ځینې د اومیدوارۍ د مخنیوي درمل هم د ځوانکو مخنیوی کولی شي. که چرته ځوانکې خورا زیاتې وي نو د (Isotretinoin pills) ګولۍ یې د درملنې لپاره اغېزمنې دي مګر په هغه وخت کې باید ناروغ ته ورکړل شي چې نور درمل یې مخنیوی نۀ شي کولی او یا هم د ځوانۍ دانې یې خورا زېاتې وي ځکه چې دا درمل خورا زیات بد اغېز (side effect) لري.

ځوانې دانې معمولا په کم عمر کې پیدا کېږي خو کم شمېر د زیات عمر کسانو کې هم پیدا کېږي.

Sayed Sharif Qaderi