ځیرکتیا او عقل په څه زياتېږي او پخېږي؟

ځیرکتیا او عقل په دې څو ټکو زیاتېږي او پخېږي:

۱ـ طاعت او عبادت.

۲ـ تقوا او پرهېزګاري.

۳ـ د قرآن کریم تلاوت او د کره کتابونو مطالعه.

۴ـ لږ ویل او ډېر اورېدل.

۵ـ د هوښیارانو او تجربه کارو صحبت.

۶ـ د جرګواو د مشرانو په پتمنو مجالسو کې کېناستل.

۷ـ لږ خوراک.

۸ـ د مغزیاتو بادام غوزان پسته خوړل.

۹ـ د ادرک زنجیل سونټو تورو او تورو مرچو په اعتدال خوړل.

۱۰ـ د مسواک وهل.

۱۱ـ په پوزه کې اوبه ښه پورته سوڼ کول.

۱۲ـ په وخت ويده کېدل او په وخت پاڅېدل.

۱۳ـ ورزش کول.

۱۴ـ دنیوي سوچونه لږ او د اخرت ډېر کول.

۱۵ـ په هر څه کې اعتدال.

۱۶ـ پاکي.

۱۷ـ بې تکلفي.

لیکنه: محمد يوسف متوکل