ځینې خلک ولې لمونځونه نه کوي؟

یو ملګری وایي یوه ورځ چې صنف ته د اسلامیاتو ښوونکی راننوت، د درس په پیل کې یې له شاګردانو پوښتنه وکړه چې ستاسو له نظره کوم خلک لمونځونه نه کوي؟ یوه شاګرد په معصومانه لهجه ورته وویل: کوم خلک چې مړه شوي دي؛ هغوی لمونځونه نه کوي. بل شاګرد په شرمندوکې لهجه ورته وویل: د چا چې لمونځونه نه دې زده؛ هغوی لمونځونه نه کوي.

 

دریم شاګرد خپل ځای کې ولاړ شو، ول استاد هغه خلک لمونځونه نه کوي چې مسلمان نه دي. په دې توګه یوه بل شاګرد وویل: کوم خلک چې کافران دي؛ هغوی لمونځونه نه کوي. په دې ترتیب پینځم شاګرد وویل: کوم خلک چې له الله تعالی څخه نه وېریږي؛ هغوی لمونځونه نه کوي. ټولو شاګردانو په دې توګه مختلف ځوابونه ورکړل.

 

ملګری زیاتوي: په دې ځوابونو سره زه په سوچونو کې ډوب شوم، چې زه د دې خلکو له کومې ډلې یم؟ ایا زه مړ یم؟ نه نه، زه خو شکر ژوندی یم. ایا زما لمونځ نه دی زده؟ لمونځ خو مې زده ده. ایا زه مسلمان نه یم؟ الحمد لله زه مسلمان یم. ایا زه له الله تعالی څخه نه وېریږم؟ بلکې وېریږم. ایا زه کافر یم؟ نعوذ بالله! نو ښه، زه لمونځ ولې نه کوم؟!

 

ملګری زیاتوي: له ځان سره لګیا شوم، که قبر کې په لومړۍ شپه وپوښتل شم چې ته ژوندی وې، لمونځ دې هم زده و، مسلمان هم وې،

له الله نه هم ډاریدلې، نو بیا دې ولې لمونځ نه کوه؟! زه به څه ځواب ورکوم؟

 

ملګری وایی: دا مهال له غرېوه ډک شوم، ستونی مې بند شو، ژړا ونیولم او په سلګو شوم، په ژړا ژړا مې ښه زړه تش کړ، شیطان ته مې لعنتونه ورولیږل او په هماغه ورځ مې پرېکړه وکړه چې له نن وروسته به خامخا لمونځ کوم، هیڅ لمونځ به نه قضا کوم. نو څوک چې لمونځ نه کوي (العیاذ بالله) هغه صرف پخې ارادې او کلک هوډ ته اړتیا لري او دا مبارکه #روژه او دا له خیر او ثوابونو ډکې شپې ورځې یې زبردست وخت دی.

 

دا راز کوم وروڼه او خوېندې چې لمونځونه کوي خو په توجه او عاجزي سره یې نه کوي، په صحي طریقه یې نه اداکوي، بلکې په منډه منډه رکعاتونه شماري او هسې ځانونه ورنه خلاصوي؛ دوی دې هم دا نن هر یو له ځان سره ژمنه او کلک هوډ وکړي چې له نن وروسته به په صحي او سنت طریقه اودس او لمونخ کوي او د اسلام دا ستر او مهم رکن به په مینه، اخلاص، عاجزي او پوره توجه سره ادا کوي.

کآپي…