څلور عامه ځایونو کې د مبایل چارجولو څخه ځان وساتئ!

د ځیرک مبایلونو د راتلو سره سم ددې د بیترۍ چارجولو ستونزه هم رامنځته شوې، یو شمېر خلک هر چیرې چې د مبایل چارجولو ځای ومومي مبایل چارج ته لګوي چې دا یو ناسم عادت ګڼل کیږي.

د سویډن «ډریزل» پوهنتون پروفیسر جیمز ګوئيپل وایي چې په ځینو ځانګړو ځایونو کې د (یو ایس بي USB پورټ توکي) له لارې مبایل چارجول مجرمینو ته ستاسې تر مبایلونو په لاس رسي کې مرسته کوي.

څلور هغه ځایونه چیرې چې د usb پورټ له لارې مبایل چارجول تاسې ته زیان رسولی شي:

ریل ګاډي یا موټرو تم ځایپه بهرني هېوادونو کې د ریل ګاډي یا موټرو ستر تمځای یا سټيشن کې د مبایل چارجولو لپاره د usb عامه پورټونه لګیدلي وي، په داسې ځایونو کې د مبایل چارجول زمونږ د مبایل څخه د حساس معلوماتو د غلا امکان زیات وي.

د بیلګې په ډول یو مجرم د موټرو یا ریل ګاډي تمځای کې د مبایل چارجولو لپاره وړیا یو ایس بي پورټ لګوي، کله چې عام کس په دې کې مبایل چارجوي ددې څخه حساس معلومات په اسانه انتقالیدلای شي.

هوټل

په هوټلونو کې هم د عامو خلکو لپاره د مبایل چارجولو یو اس بي پورټونه لګیدلي وي، چې له خطرې خالي نه وي ځکه چې په هوټلونو کې هم ستاسې له مبایل څخه پټ معلومات غلا کیدلی او په مبایل کې مو ستاسې له معلوماتو پرته خطرناک سافټویر نصبیدلای شي.

کرایه شوي موټر

نن سبا په کرایه موټر نېول ډیر عام شوي او په اکثره موټرو کې د مبایل چارجولو ځای موجود وي، ددې یو ستر خطر دادی چې د ښکته کېدو پرمهال مو مبایل په موټر کې هیریدلای شي، یوازې دا نه بلکې په موټر کې مبایل چارجول مو د مبایل بیترۍ ته زیان سخت رسوي.

کتابتون

کتابتون که څه هم یو محفوظ ځای ګڼل کیدلای شي خو که چیرې تاسې په عامه کتابتون کې مبایل چارجوئ نو تاسې د مطالعې پرمهال خپل مبایل هیرولای شئ، چې یا مو د مبایل غلا کېدو او یا هم له دې څخه د معلوماتو پټولو امکان وي.