څنګه جرئت پيدا کړو؟

تميم تکل

زه د ښوونځي زده‌کوونکی، د پوهنتون او مدرسې زده‌کړیال او د علمي مرکز محصل یم، داسې څو نکتې را زده کړه چې جرأت مې ورسره زیات شي او وخت مې عبث نه وي تېر کړی!

یو:

تل د ټولګي په لومړي کتار او صف کې کېنه او ځای ونیسه.

دوه:

د استاد د درس ژورو ته د سترگو له لارې ننوځه. استاد ته [ د ادب په دایره کې] داسې دقیق ور ګوره چې هغه ګومان وکړي په ټول صنف کې مې دغه شاګرد له درس او میتود سره ډېره مینه لري.

درې:

د ټولګیوالو سترګو ته دقیق نظر د ځان عادت وګرځوه. له نورو شرمېدل یا نه کتل دا مانا چې یا موږ ګناه کړې یا دا چې کمزوري یو.

څلور:

رفتار مو تېز کړئ. مړ – مړ په لاره مه ځئ، لږ راتېز شئ او چستي تجربه کاندئ. د بدن حرکتونه زموږ د ذهن نچوړ دی. د مړه ذهن به مړ رفتار وي( الله تعالی وایي چې زما بنده‌گان په لاره کې له عجز او تواضع سره روان وي. دا بحث جلا دی)

پینځه:

په نسبتاً لوړ او واضح غږ خبرې وکړئ. معمولاً ډارن خلک هڅه کوي چې خبرې یې نور وا نه وري او یوازې یې استاد واوري.(د مسلمان په خبرو کې سکون، آراموالی، وضاحت، فصاحت او ساده توب وي. دا بحث جلا دی.)

شپږ:

د روغبړ پر مهال جدي و اوسئ. له مقابل طرف سره په پوره مانا مخامخ شئ او تر پایه ورته مستقیماً متوجه اوسئ.

اووه:

د ټولګیوالو په وړاندې یا د ملګرو او اجتماع په حضور کې نظر ورکول یا اورېدل عادت کړئ.

اته:

دا چې د جذب د قانون له مخې، د نورو خلکو د جلب په برخه کې، پنځوس سلنه زموږ تبسم او د خولې خندا رول لري او ضمناً په ورین تندي له مسلمان سره مخ کېدل صدقه ده، پکار ده چې تل مو په خولې مسکا او وچولی صاف وي.

نهه:

د جامو او لباسو په انتخاب کې دقت وکړئ. بهترین کالي واغوندئ او عطر استعمالوئ. سپین رنگ خلک ژر جذبوي او شوخ رنگ بیا د نارینه په شخصیت کې ملاحظات پیدا کولی شي. ارزښتونو ته په کتو، د انسان رعب هم کموي.

لس:

په تلفوني او نورو اړیکو کې خلکو ته ځان ورپېژنئ چې ابهام مکمل ختم شي.

یوولس:

د جزاک الله خیراً، مننه، خیر یوسئ، کور مو ودان، خوشاله اوسئ او… دعائیې باید زموږ د کلام زېور وي.

دولس:

په لاره کې اوچت ګامونه اخلئ. داسې په لاره لاړ شئ چې د شخصیت دروندوالی مو له ورایه وښکاري.

دیارلس:

هېڅکله له نورو سره ځان مه پرتله کوه او هیچا ته یې کمه مه وایه. د صدراعظم او عادي دهقان له زامنو سره یو ډول تعامل وکړه.

څوارلس:

که د درس په جریان کې پوښتنه درته پیدا شوه، زړه کې یې مه ساته او کور ته یې درسره مه وړه. که په درس پوه نه شوې او د نورو له شرمه دې پوښتنه هم و نه کړای شوه، دا منفي تمرین دی چې سبا به ستا د هویت برخه وي.