څنګه د خپلو غاښونو ساتنه وکړو؟

غاښونه زموږ د مخ ښکلا دوه چنده کوي. زړه راښکونکي مسکا د غاښونو محتاجه ده. د غاښونو د روغتیا او سالم پاتې کیدا لپاره تاسو باید له هر ځل خواړو وروسته خپل غاښونه پاک کړئ، که دا امکان نلري نو لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله سهار او ماښام د خوب کولو څخه دمخه د خپلو غاښونو برش کول خپل معمول وګرځوئ، او کوښښ وکړئ چې د ښه شرکت برش او کریم وکارؤئ. که غاښونه درد ولري، نو بیا خواړه په سمه توګه نشو خوړلئ، او خوند هم نشو ترې اخیستلی، نو د عاجلې ستونزو لپاره باندې لارښونې تعقیب کړئ.

تاسو باید په کال کې یو ځل له خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ. د غاښونو درد لاملونه ډیر دي ډیری د غاښونو چینجي، په وریو کې بوغمه، د غاښونو په ریښو کې کوم نقص پیدا کیدل یا د غاښونه خوځیدا دا ټول د غاښونو د درد لامل کیدی شي.

د غاښونو ترټولو خرابه ناروغي پیوریا ده، دا ناروغي د دې لامل کیږي چې له غاښونو څخه وینه راوځي او په وریو کې ميکروبونه پیدا کیږي. دغه وینې او میکروبونه د خواړو سره په ګډه زموږ بدن ته ننوځي، کوم چې بیا د ډیری نورو ناروغیو لامل هم کیږي. که د پیوریا پخپل وخت او په سم ډول درملنه ونه شي، نو له دې نه بیا په خولې کې پولۍ راپیدا کیږي. په هرصورت هسې د غاښونو پاکوالۍ خو باید د هرو خواړو وروسته وشي، مګر که تاسو د میوې جوس وڅښئ نو تاسو باید حتمن خپل غاښونه پاک کړئ. که تاسو داسې ونه کړئ نو تاسو به د غاښونو او وریو ناروغیو څخه رنځ ووینئ. د غاښونو حفظ الصحه حتی د خواږه شیانو خوړلو وروسته هم لازمي ده.

د وینې بندولو لپاره خپلو غاښونو باندې شات او د زیتون تیل ګډولو سره هغه په غاښونو پورې کړئ.

که چیرې غاښونو کې درد لرئ نو د ادرک یوه ټوټه واخلئ او په هغې مالګه ودوړوئ او د درد ساحه کې یې ځای په ځای کړئ، ارام به شئ.

د لونګ تیل د غاښونو لپاره خورا ګټور دي. که تاسو خپل غاښونو پاکولو پر مهال د غاښو برش باندې څو څاڅکي د لونګ تیل وڅڅوئ او برش یې کړئ، نو غاښونه به نه یوازې پاک شي بلکه سپین او روښانه به هم شي. د لونګو په دوامداره استعمال کولی شي په غاښونو کې د چینجیو شتون څخه مو هم خلاص کړي یا تاسو کولی شئ د لونګو تیل هم وکاروئ.

کومه پاکه ټوټه رخت د لونګو تیلو کې غوړه کړئ او د درد ځائ کې یې کیږدۍ ژر به ارام ترلاسه کړئ.

د غاښونو د درد لپاره په کور کې اوږه راواخلئ، هغه نه پوټکي لری کړئ او تودوخه ورکړئ او بیا یې د درد په ځای کې ځای په ځای کړئ.

د ادرک یوه کوچنۍ ټوټه راواخلئ هغه په مالګې کې ډوبه کړئ او د درد په ځائ کې نیولو سره له تکلیف څخه ځان خلاص کړئ.

د امرود د ونې پاڼې جوش کولو سره هغه اوبه غرغره کول هم درد له مینځه وړي.

یو څه اندازه کلونجي خوټولو سره په هغه کې لږ شات اضافه کړئ، او غرغره یې کړئ او په غاښونو موښلو سره د غاښونو درد کمیږي.

که چیرې مو ورۍ سوځي یا پړسوب اخیستی وي، نو د شړشمو په تیلو کې مالګه ګډه کړئ او د شپې یې په غاښونو ولګوئ، درد به مو ارام شي.