څنګه د نوکانو خوړلو عادت څخه ځان خلاص کړو؟

د نوکانو خوړل یو عادت دی، تاسې به کتلي وي چې اکثره خلک په دې عادت اخته وي، کوم ته چې تر ټولو بد عادت هم ویل کیږي، چې په نړۍ کې تقریبا ۳۰ سلنه خلک په دې ناوړه عادت اخته دي.

 

ویل کیږي، د نوکانو خوړلو عادت د غم پر وخت رامنځته کیږي، او دا یو عام عادت دی خو نوکانو ته هلاکونکی ثابتیږي، چې له کبله یې د نوکانو جوړښت خرابیږي، د پړسوب او انفیکشن ګواښ هم ورسره زیاتیږي.

 

اکثره خلک ددې عادت څخه د خلاصون لپاره له یوې او بلې لارې کار اخلي خو نه کامیابیږي، دلته ستاسې مخ ته داسې لارې ږدو چې د نوکانو خوړلو څخه مو د خلاصون سبب شي.

 

پخپل مقصد کې د کامیابېدلو عزم وکړئ

 

داسې عزم وکړئ چې په پوره کولو کې یې عادي شئ، مثلا، ووایئ د ورځې په اوږدو کې به د دوه پر ځای نور درې ګیلاسه اوبه څکم، په دې سره به مو عزم پوخ شي، همداسې د نوکانو خوړلو پريښودو کې کلک هوډ وکړئ، چې نن به د یو ساعت لپاره نوکان خولې ته نه وړم، په دې سره به دې هر وخت همدا ذهن کې وي، په همدې ډول سبا د دوه ساعتونو عزم وکړئ، بل سبا د درې، آن تر دې چې له دې عادت څخه خلاص شئ، دا کار وخت غواړي خو پوره مرسته درسره کولای شي.

 

له ملګري نه مرسته وغواړئ

 

پر دغه عادت اخته کسانو ته به دا یاد هم نه وي چې څرنګه پرې اخته شوي، خو په عام ډول دا عادتونه د ماشومتوب څخه رامنځته کیږي، او لکه څنګه مو چې وړاندې وویل د غم پر وخت هم دغه عادت رامنځته کېدلی شي، نو ددې لپاره د خپل ملګري یا کورنۍ غړو څخه مرسته وغواړئ، چې کله هم تاسې په ناپامۍ کې دغه کار پېل کړ ستاسو توجو ورواړوي.

 

د یادونې یا ریماینډر څخه کار واخلئ

 

نن سبا وخت کې به ډیر کم خلک داسې وي چې مبایل ته لاس رسی ونه لري، نو داسې وکړئ چې شېبه په شېبه ځانته ریماینډر ولګوئ او هلته ددغه عادت یاداښت ولیکئ، تر څو په کتلو سره مو ورته پام شي.

 

نوکان واړه وساتئ

 

ددې عزم سره سم چې تاسو به ددې عادت څخه ځان خلاصوئ، خپل نوکان هیڅ سترولو ته مه پریږدئ، خکه چې په دې سره نوکانو ته تاوان رسیږي او په همدې ډول د پړسوب لامل کیږي.

 

ژاولې وژووئ

 

د یوه عادت پریښودو لپاره باید په لومړیو کې بل عادت خپل کړئ، تر څو د زوړ عادت څخه ځان خلاص کړئ، ددې لپاره د ژاولو ژوول عادي وګرځوئ، کله مو چې خوله په ژاولې ژوولو بوخته وي د نوکانو خوړلو نوبت به نه راځي، او په همدې ډول به ددغې ناوړه عادت مخنیوی وکړئ!

کاپي…