څنګه د ځوانۍ دانې تداوي کړئ؟ څو کورنۍ نسخې!

د ځوانۍ دانې یو طبیعي ناروغي بلل کیږي، چې په هر انسان د ځوانۍ پر وخت راخیژي، ددې په اړه هیڅ فکر نه دی پکار، او پخپله تداوي کیږي، خو که چیرې ستونزه جوړه کړي نو بیا یې په لاندې کورنۍ نسخو تداوي کولای شئ.

هر وخت لاسونه پریمنځل: د انسان د بدن هغه اساسي اعضاء دي چې تر ټولو زیات کاروونکي دي، همدا ډول لاس په بدن کې له هر بل شي زیات جراثیم هم لري، او له یوه ځایه تر بله د همدې په واسطه بکتریاوې یا جراثیم خپریږي، نو لومړی پکار دي چې انسان باید د نظافت خیال وساتي.

ځان پاک ساتل: په عام ډول انسان ته په کار دي چې خپل ځان پاک وساتي، په ځانګړي ډول هغه کس چې ناروغي ولري، ځکه د ناروغ جراثیم له بل هر چا چټک خپریږي، نو باید پکار دي چې د نظافت خیال وساتل شي او خیرن لاسونه پر دانو ونه وهل شي، نو ددې لپاره پکار دي چې په تړمو اوبو مخ لاس پریمنځل شي او عام صابون وکارول شي، همداسې اړینه ده چې د هر لمانځه لپاره اودس وشي او کوښښ وشي چې یخې اوبه استعمالې سي.

بیکنګ پاوډر: بیکنګ پاوډر په اوبو کې خیشته کړئ، داسې چې مرهم ځیني جوړ شي، بیا یې پر دانو کیږدئ، (یوازي د دانو پر سر لږ لږ) د لسو دقیقو لپاره یې پریږدئ، بیا یې وروسته په یخو اوبو پریمنځئ، که دغې لارې درته ستونزه جوړوله بیا یې مه کاروئ.

لیمو: لیمو ددانو لپاره مهم درمل دی، پر منځ یې نیم کړئ، بیا یې کرار کرار د دانو په سرونو ووهئ، وروسته یې په اوبو پریمنځئ، او له لمر څخه د یوې شیبې لپاره ځانونه وساتئ.

غاښونو کریم: کریم د دانو پر سرونو کیږدئ، یو څه شیبه یې پریږدئ بیا یې پریمنځئ، پام مو وي چې کریم د ښې کمپنۍ وي او دانو ته مو نور ضرر ونه رسوي.

شات وکاروئ: د ګوتې په سر لږ شات راواخلئ او پر دانو یې ووهئ، او تر هغو ورته منتظر اوسئ چی وچ شي، وروسته لس دقیقې نور انتظار شئ، بیا یې په ټینګو یخو پریمنځئ.

اسپرین ګولۍ: د اسپرین ګولۍ په واسطه کولای شئ دانې ماتې کړئ، یوه ګولۍ به راواخلئ میده وړه به ځینی جوړ کړئ، بیا یې په لږ اوبو ووهی، چی ټینګ شي او مرهم ځینی جوړ شي، بیا یې پر دانو ووهئ، د لسو دقیقو لپاره یې پریږدئ او بیا یې پریمنځئ.

همدا ډول د مخ دانو لپاره ډیرې اوبه څښل، ورزش کول، بدن خوله کول، او تر دې وروسته غسل کول هم اړین دي، او ددې په مخنیوي کې ګټور ثابتیدای شي.

او که چیرې مو دانې په دې لارو ښې نه شوې، باید یوه ښه ډاکټر ته ورشئ، مشوره ورسره وکړئ او درملنه یې ترسره کړئ، او د تداوۍ پر وخت هیڅ غفلت مه کوئ، ځکه چې د ډیر خرابوالي په صورت کې دانې د سرطان ناروغۍ لامل هم کیدلای شي.

سرچینه:نن ټکی اسیا