څنګه د ځوانې په دوران کی ځانته د بریاليتوب لاري چاري برابرې کړو‎

لیکنه: نذیراحمد محمدی

 

ځوانی د هر چا په ژوند کې یو له تر ټولو ارزښتناکه دوره ده. له ارزښت ډکه مسله دا ده چی وکولي شو په ځواني کی خپله انرژی څخه په ښه ډول کار واخلو ترڅو په لوړ سن کی یو څه راحته ژوند ولرو او د ځوانی افسوس ونکړو.

که د ځوانی په دوران کی یاستی نو تاسو د خپل ژوند په بهترین صحی او روحی حالت کی یاستۍ او دا تاسو ته اجازه درکوی چی د دغه وضیعت څخه په ښه توګه ګټه پورته کړی، ډول ډول کارونه او فعالیتونه وکړی او آینده مو تظمین کړی.

 

په اول ګام کی خپل اهداف مشخص کړی او هغه کسانو سره ملګری او نږدی پاتی شی چی مثبت فکرونه ولری، آینده کتونکی وی، بریاو ته ژمن او خیر خوا ووسی.

وګړی چی کله د ځوانی په دوران کښې وی نو فکر کوی چی ځوانی تل پاتی دوران دی بی خبر له دی چی ورځ تر بلی ژړیږی، بهترین وخت د زده کړی، کار او زیار، خطر اخستل او د انرژی مصرف پر خپلو پروژو او اهدافو، لپاره د ځوانی دوران دی نو د ځوانی د هر ثانیی په قدر او ارزښت باید پوه شو.

 

ځوانان یو ډول داخلی غرور او اعتماد په نفس څخه برخمن وی چی په آسانی سره ماتې نه منی. د نړی بریالی کسان ژوند چی وګورې! له ماتو او خطا وو سره مخ شوی خو ماته یی نده منلی او تری زده کړه یی کړی ده او د بریالیتوب لپاره یی تری ګټه پورته کړی ده او تل یی لا ډیری هڅی کړی دی او بریاوو پسی وو په خپل ژوند کی.

په ځوانی کی د مغز عالی فعالیت له وجی د زده کړی سطحه تر ډیره ښه وی چی کولی شی سړی ډیر مطالب زده کړی، څېړونکی وایی هغه کسان چی غواړی بریالی ووسی باید له زده کړو په تیښته ونه وسی او تل دی د زده کړې په هڅه کی ووسی، ځکه څومره چی سن لوړیږی نو په هماغه اندازه د انسان ذهن کار کچه کښته کیږی او د نویو مطالبو د زده کړی لپاره بیا ډیر وخت ته ضرورت لری.

لږ مصرف کړی او ډیر پانګې اچونې وکړی؛ دا شعار نده، دا ډیره ښه لاره ده د بریالی ځوان لپاره. په ځوانی خلک ډیر هغه شیان اخلی چی تر نیم ډیر یی د سیالې او د نورو د توجو د جلب لپاره وی، څیړونکی په دی باور دی چی هغه ځوانان بریالی دی چی مناسب ډول پانګه اچونه او سپما یی کړی وی او د غیر ضروری وسایلو د اخستلو څخه ډډه وکړی.

 

دا پیدا کول چی سړې کوم څانګه کی استعداد او لیاقت لری، د 17 بیا تر 22 کلنی سنی محدوده د انسان باقی ټول ژوند باندی اغیزه پریښودې شی، نو دا ډیر ښه وخت دی چی مناسب انتخاب ولرو او خپل استعداد پیدا کړو.

په عین حال کې، په ځوانی کی کار او زیار باید دومره هم نه وي چې یو څوک د عادی ژوند څخه محروم وي، چی ډیروالی یی کولی شي په لویه کچه خپګان، ستړیا، ژر زړېدل ، د پاملرنې نشتوالی رواني او فزیکي روغتیا ته، مور او پالار ته نه پاملرنی، باعث شی چی دا خپله او یوه لویه ضایع ده.

د کار او ورځنیو فعالیتو سره باید یو څه وخت تفریع، استراحت او د ستړیا د له منځه وړو ته هم ورکړو تر څو خپلو اهدافو کی لا بریالیتوب ته ورسیږو، روحی او جسمی سلامتیا مو هم له لاسه نه وی ورکړی.