څنګه کولاى شو د پرېشانۍ څخه ځان وساتو؟

که چيرې تاسې فکر کوى چې هيڅ شی نشته چې موږ ورباندې تشويش مخنيوى وکړو. وخت روان دى هيڅکله هم نه دريږي، د نن ورځې حال په سبا کې نشته او هيڅ وخت د ورځې په ساعتونو کې تغير نه راځي او ستاسې د کاري بهير مسؤليتونه د ډيرېدو ترڅنګ ستاسې د کورنۍ غوښتنې هم ډيريږي او هره ورځ به د يوشي غوښتنه در څخه کيږي.خو تاسې به داسې فکر کوى چې هر څه زموږ تر کنټرول لاندې دي او ځان سره به داسې روحيه لري چې زه ټولو ستونزو ته حل لاره پيدا کولاى شم.

د تشويش، پرېشانۍ او يا خفګان داسې تنظيمږي چې تاسې به خپل فکرونه، احساسات، مهالوېش ټول په خپل اختيار کې ولرئ او هغه تخنيک څخه به کار اخلى چې تاسې خپلې ستونزې پرې هواروئ. په زړه کې به مو بيری ته ځان نه ورکوئ هغه د دې پرځاى چې ستاسې تشويش رفع کړي نور دي فکر، احساسات او مهالوېش ګډوډوي او د دې ترڅنګ ستاسې د تشويش د تنظيم قوه کمزوې کوي.

د تشويش د تنظيم لپاره اړينه ده چې په لاندې موضوعاتو باندي وپوهيږو.

  • د تشويش سرچينه مشخصول.
  • د تشويش سره د جګړې ډول ته کتل.
  • د بې ځايه تشويشونو مخنيوى کول.
  • د موقيعت بدلول.
  • د تشويشونو سره ځان عادي کول(توافق کول).
  • د فکر پر بدلون حاکميت درلودل.
  • د ساتيري او استراحت لپاره وخت ايستل.
  • د ځان لپاره د صحت منده ژوند طريقه اختيارول.