څنګه کولی شئ چې د مخ سوري او ګونځې له منځه یوسئ؟

ژباړن: نورمحمد نوري

طبي څیړونکي تاسو ته په دې اړه داسې یوه اسانه لاره درښایي، چې ډاکټر ته به مو اړتیا پیدا نشي.

۱: د یخ یوه ټوټه را واخلئ او د دېرش ثانیو لپاره یې پر  مخ ومښئ.

دغه عمیله سهار  او ماښام  ترسره کړئ، نو د مخ سوري به مو ورک شي؛ څیړونکي وایي، په دې  سره تاسو کولی شئ چې د مخ له لاسه ورکړې ښکلا مو بېرته خپله کړئ  او شفاف پوستکی ولرئ.

طبي څېړونکي وایي، که چېرې کوم څوک له دې حالت سره مخ وي او یا یې هم مخ ګونځي لري؛ نو کولی شي له یخي او مستو څخه کار واخلي.

۲: مستې

مستې یا ماسته په خپل ترکیب کې لاکتیک اسید او پروبایوټېکس لري، چې د مضرو باکتریاوو په له منځه وړلو کې رغنده رول لوبوي، چې ستاسو د پوستکي د بېرته رغېدلو لامل کیږي.

طبعي ماسته پیدا کړئ او تر دېرشو دقیقو پورې یې په خپل پوستکي پرېږدئ؛ وروسته له هغې یې مو مخ په تړمو اوبو پریمینځئ.

یادونه: له یخ مښنې ۱۵ دقیقې وروسته له مستو کار واخلئ او یا مو چې مخ په بشپړه توګه وچ شو؛ نو بیا کولی شئ له مستو څخه کار  واخلئ.