څنګه یوه خوشحاله او نېکمرغه مور اوسئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ماشومان له ځانه سره خوشالی راوړی، سره له هغو ټولو بوختیاوو او مسؤلیتونو، چې د والدینو پر اوږ یې ږدی، کولای شی، د هغوی لپاره تر ټولو ښې او خوشحاله شېبې را منځته کړی او ژوند ته یې نوی رنګ او روڼتیا ور وبښی.

کله چې ارواپوهان له والدینو څخه پوښتنه کوی، چې آیا له خپل ماشوم سره په کافی اندازه وخت تېروی او یا دا چې خوښېږی یې له هغوی سره ډېر وخت تېر کړی، ډېری میندې وایي هو، ځکه په هغه شېبه کې، چې دې پوښتنې ته ځواب ورکوی، نو د هغو ښو او خوشحاله شېبو په اړه فکر کوی، چې له خپل ماشوم سره لوبې کوی او یا هم ورته کتاب لولی، خو کله چې له هغوی څخه غواړی د ورځنیو فعالیتونو او کارونو او یا د هغه وخت په اړه، چې له خپل ماشوم سره یې تېروی، لا ډېر توضیحات ورکړی، نوی ور په یادېږی، چې له ماشومانو سره د هغوی په جامو اغوستلو، خوړو خوړلو او ژر وېده کېدلو کې ستونزه لری.

په حقیقت کې، هغه رښتینې او واقعی شېبې، چې والدین یې د خپلو ماشومانو ترڅنګ تېروی او له هغوی سره خوښی او خوشالی کوی، ډېرې لنډې دی، خو همدا لنډې شېبې دومره پیاوړې او ځواکمنې دی، چې کولای شی، له ځان سره د نېکمرغۍ او خوشحالۍ احساس راوړی.

کله چې خپل ماشوم ته د خدمت کولو په حال کې یاست، نو خپل ژوند د تېر په پرتله ډېر مثبت او خوشحاله ارزوئ او له ټولو ستړیاوو سره سره، چمتو یاست، چې دې کار ته دوام ورکړئ.

د دې لپاره لومړی ګام، چې یوه خوشاله او نېکمرغه مور واوسئ، داده چې هغه کار ته ارزښت ورکړئ، کوم چې ترسره کوئ یې، داسې احساس وکړئ، کوم کار چې ترسره کوئ ډېر مهم او ارزښتمن دی، وروسته له هغې، چې ومو کولای شول دې احساس او حالت ته لاسرسی پیدا کړئ، نو پرته له شکه، په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ، د خوښی او خوشالی کولو لا ډېرې لارې پیدا کړئ.

اندېښنې او اروایی فشارونه ومنئ:

مور اوسېدل په دې مانا نه دی، چې تل ښه احساس ولرئ، ځکه کله وخت په ژوند کې غوسه کېدل، ځورېدل، ناهیلی او اروایی فشار را منځته کېږی او دا له ژوند څخه نه جلا کېدونکې برخه ده. تاسو بده مور نه یاست، که کله وخت غوسه کېږئ، تاسو بده مور نه یاست، که کله وخت خپل کنټرول له لاسه ورکوئ، ځکه چې دا موارد طبیعی او نورمال دی.

په کافی اندازه خوب وکړئ:

ډېری کسان په دې باور دی، چې پیسې نېکمرغی نه شی تضمینولی؛ خو ډېری خلک په دې باندې نه پوهېږی، چې ښه او کافی شپنی خوب څومره د ښې او خوشاله روحیې په لرلو باندې اغېزه کوی. که چېرې وکولای شئ د شپې په کافی اندازه ویده شئ، پرته له شکه به هغه ستر توپیر تجربه کړئ، کوم چې په تاسو کې رامنځته کېږی، د ورځې په اوږدو کې لا ډېر فعالېږئ، که چېرې ستړې ونه اوسئ، کولای شئ، خپل ماشوم ته کتاب ولولئ او که چېرې فرصت ولرئ، نو کولای شئ پارک ته یې بوځئ او داسې نور… خو که چېرې ونه شئ کولای، چې د شپې له مخې اړین استراحت ولرئ، نو د ورځې په اوږدو به کې ستړې او بې حوصلې یاست او حتا د اصلی او مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره به اړینه انرژی ونه لرئ.

د خپلو لومړیتوبونو په اړه یو ځل بیا فکر وکړئ:

ښایی اصلاً تر سترګو نه شی، خو د ښه او مثبت احساس او حالت د لرلو یوه له اصلی کیلی ګانو د هغو کارونو سازماندهی کول او په اړه یې پروګرام جوړول دی، کوم چې باید ترسره یې کړئ. دا چې خپل وخت څنګه تېر کړئ، ډېر زیات ارزښت لری، که چېرې له مالی پلوه کومه ستونزه نه لرئ، نو غوره ده، چې خپل ډېر وخت له کورنۍ سره اوسېدو ته ځانګړی کړئ، یانې هغو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ، چې په کورنۍ پورې تړاو لری، غوره ده، چې د هغو کارونو په اړه فکر وکړئ، چې باید د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کړئ او وروسته په خپل ذهن کې د هغو ارزښت ته په پام سره یې په وختونو ووېشئ، په دې صورت کې پوهېږئ، چې کوم کار څه وخت ترسره کړئ او له پرېښانۍ، اندېښنې او ستړیا څخه مو مخنیوی کېږی.

پراخ لید ولرئ:

د پراخ لیدل لرل، ستاسو د پاملرنې او ځیرکتیا له ښه والی سره مرسته کوی، تاسو ته صبر او زغم در بښی او سربېره پر دې مواردو د دې سبب ګرځی، په ټولو هغو شېبو کې، چې په غلفت او نا خبرۍ سره یې تېروئ، هوښیار او د معلوماتو لرونکی واوسئ. ډېر ژر هغه شېبه را رسېږی، چې ستاسو کوچنۍ لور د کمپیوټر د مېز تر شاه کېنی او خپلې درسی پروژې ترسره کوی یا زوی مو د خپلې خوښې وړ فوټبال لوبډلې د لوبې په ننداره بوختېږی او تاسو یوه شېبه له ځان سره فکر کوئ، چې هغه څه وخت دومره ستر شو؟

له خپل خاوند سره مو اړیکه ښه کړئ:

د دوستانو یوه ډله، چې په سختیو کې مو ملاتړ کوی، کورنۍ، مور، پلار او په مرکز کې یې خاوند مو دی، د دې افرادو د شتون لپاره، باید له نورو سره مو تل اړیکه ټینګه وی او ځان د یوازېتوب نړۍ ته مه بیایئ، په ځانګړې توګه هغه وخت، چې ماشوم کوچنی دی.

هېڅکله فکر مه کوئ، چې له خپل خاوند سره به مو ترینګلې اړیکه په راتلونکې کې ښه کوئ، ښایی په راتلونکې کې یې د جبرانولو فرصت په لاس درنه شی، نو باید همدا اوس یې پیل کړئ، له یوبل سره خرید ته لاړ شئ؛ له یو بل سره د هغه څه په اړه خبرې وکړئ، کوم چې تاسو په اروایی فشار اخته کوی، دغه راز د هغه څه په اړه خبرې وکړئ، چې ځوروی مو. د یو ماشوم روزل او سترول یوه ستونزمنه چاره ده او تاسو له یو بل سره همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لرئ.

مننه وکړئ:

مننه کول ستاسو په حالت او روحیه کې ډېر ښه او مثبت بدلون را منځته کوی. د مننې کولو لپاره، یوه بله تګلاره، لیکل دی. که چېرې دا کار د دو اوونیو لپاره هره ورځ ترسره کړئ، نو د لا زیاتې نېکمرغۍ احساس به وکړئ. ښایی بدې ورځې هم ولرئ، خو حتا دا بدې ورځې هم د دې سبب نه ګرځی، چې بد احساس ولرئ، ځکه تاسو پوهېږئ، چې نېکمرغی مو په خپل لاس کې ده.